کابل ټکی کام ۰۷لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د نايجيريا شمال ختيځ لور ته په کانو ښار کې چاودنې له ۲۰ ډېر کسان وژلي دي.
خبري رسنيو ويلی دي، چاودنه د يوه لاريون منځ کې رامنځته شوه، چې د لومړيو مالوماتو له مخې يې شايد مرګ ژوبله دومره وي، خو دا چې ګڼه ګوڼه ډېره وه، په مرګ ژوبله کې به زياتوالی راشي.
د بريد پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخستې خو چارواکي وايي، د بريدګر يو ملګری يې نيولی او هغه اقرار کړی، چې بريد د بوکو حرام له لوري ترسره شوی دی.
بوکو حرام ډله چې ځان د داعش اړوند بولي، د نايجيريا شمال ختيځ لور ته ولکه لري او هلته د ډېری نښتو او بريدونو ګوته ورته نيول کېږي.

