امريکا: کولورادو کې د ډزو په ترڅ کې ۳ پوليس افسران ټپيان شوي

کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د امريکا په کولورادو ښار کې د ډزو په ترڅ کې ۳ پوليس افسران ټپيان شوي دي.

ځايي پوليس وايي، يوه وسله وال تن د موټرو په تمځای کې ډزې پيل کړې، چې پوليسو يې د کنترولولو هڅه وکړه.

پوليس وايي، خلک يې د ډزو ځای ته له ورتګه ايسار کړ او له ډزې کوونکي تن سره د ډزو په تبادله کې ۳ پوليس افسران ټپيان شول.

د پېښې په اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button