پروان ولایت باګرام کې د تېلو ټانکر په یوې بمي چاودنې کې تخریب شوی

(کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ۷ مه، ۱۳۹۴ ل)

پروان ولایت باګرام ولسوالۍ اړوند باريکاب سيمه کې د بهرنيو قواو یو اکمالاتي ټانکر باندې د مقناطیسي مائن چاودنه شوي،  چې پایله کې يې ټانکر په بشپړه توګه له منځه تلی .

دغه چاودنه تېره ورځ ماښام شاو خوا ۷ بجې رامنځ ته شوې .

د چاودنې مسؤلیت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې منلی .

د یادونې وړ ده چې باګرام هوايي ډګر په هېواد کې یو له هغو لویو مرکزونو څخه بلل کيږي،چې امريکايي او د نا ټو قواوې په کې شتون لري.

سليم بریال

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button