کابل ټکی کام فرید احمد
د روسیې د ولسي جرګې مشر ویلي دي چې د الوتکې د نسکورېدا په ځواب کې د ترکيې پر خلاف فوځي کاروایی اړینه ده.
سرګي نارشکین پرون د خبرو په جریان کې وویل چې روسیه اوس د فوځي کاروایي حق لري ځکه چې روسي فوځیان د ترورستانو لخوا وژل شوي دي، او هغوی ته باید سزا ورکړل شي.
د ولسي جرګې مشر زیاتوي چې د الوتکې د نسکورېدا په بدل کې ترکيي ته سزا به د نړیوالو قوانینو سره سمې وي، فوځي کاروايي هسې هم پر میز پروت آپشن دی.
دروسيې د ولسي جرګې مشر نارشکین دې ته په اشارې سره احتمال شته چې ماسکو به له اقتصادي رودو استفادې سره ترکیې ته سزا ورکړي وویل په سوریې کښې د روسیې نوي پوځي تجهیزات د روسیې دجنګي الوتکو دامنیت دتامینولو په هدف سره دیره شول .
خو بل خوا د ترکۍ مشر طیب اردوغان هم په خپل دریځ کلک ولاړ او نه غواړي پوتین ته سر ښکته کړي، او ګوت څنډنه یې کړې که چیرې روسان فوځي رودو څخه استفاده وکړي د اور په لمبو کې به ځان ته ځای پیدا کړي.


















