ولسي جرګه: ګډحکومت په لوی لاس قومي شخړو ته لمن وهي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲ فرید افغان)
د ولسي جرګې یو شمیر استازو ګډحکومت قومي شخړو او سیمیزو تربګنیو ته په لمن وهلو تورن کړ.
د ننګرهار دخلکو استازي ظاهر قدیر د ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې وویل چې، د ګډحکومت مشرتابه هڅه کوي د ځینو کړیو په توسط سیمیزو شخړې بیا راوپنځوي.
هغه وویل؛ د ګډحکومت توطیې د سیاسي جریانونو او دپارلمان د ځینو غړو پر وړاندې ډیرې شوې چې دا ورته د منلو نه دي .
پر همدې مهال د کندهار دخلکو استازي عبدالرحیم ایوبي څرګنده کړه چې ګډحکومت یوه خاصه ډله د دې لپاره ګمارلې چې د ولسونو تر منځ نفرتونه راوپاروي او ځینې قومونه له نورو سره ښکیل کړي.
بلخوا د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون وویل چې قومي تعصباتو ته لمن وهل د ترهګرۍ سره برابر کار ده چې افغان ملت په غیر مترقبه ستونزو کې ښکیل کوي.
ولسي جرګه داسې مهال حکومت په قومي تربګنیو تورنوي چې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو د وزارت له لوري یوه خپور شوي مکتوب اختلافات او جنجالونه راپارولي و.
د ګډحکومت مشران په وار وار په دې تورن شوي چې اړوند پوستونو ته کسان د استعداد ترمخه نه، بلکه د واسطې او شناخت له مخې راولي.
له حکومت څخه د باندې ځینې سیاسي ګوندونه هم په لوی لاس هڅه کوي ترڅو روانې جګړې ته قومي رنګ ورکړي .


