کابل: سرتيري بريد کې ۶ امريکايي پوځيان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۲): د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د يوه سرتيري برید په ترڅ کې ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قره باغ ولسوال محمد ظريف راشد پېښه تاييدويي وايي، دغه بريد پرون ماذيګر ناوخته د اورياخېلو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په کاروان شوی دی.

د ولسوال په خبره، په پېښه کې د ناټو د درې عسکرو په ګډون څوارلس کسان ټپيان شوي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دغه بريد د لغمان اوسېدونکي (حافظ محمد الياس) له لوري ترسره شوی دی.

طالبانو ويلي، په بريد کې ۶ امريکايي عسکر وژل شوي او يو شمير نور بهرني عسکر ټپيان دي.

په افغانستان کې ميشت ناټوځواکونو پېښه تاييد کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

له بله پلوه د جورجيا هېواد د دفاع وزارت ويلي، په دغه بريد کې يې درې پوځيان ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button