جوزجان: د داعشیانو په لیکو کې فرانسویان هم لیدل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳ فرید افغان)
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري رسنیو ته ویلي چې په دې ولایت کې د شته داعشي ملیشو په لیکو کې د فرانسې اتباع لیدل شوي دي.
نوموړی زیاتوي یاد فرانسویان پوځي جنرالان دي چې په دې ولایت کې د داعش ډلې وسلوالو ته پوځي روزنه ورکوي.
غفوري زیاتوي چې یاد فرانسویان ۳ تنه دي، چې دوه تنه ښځې او یو یې سړی دی.
د غفوري په خبره؛ د داعشي ملیشو په لیکو کې لسګونه ازبکستاني وسلوال له پخوا څخه موجود دي.
بر همدې مهال د جوزجان د قوشتپې ولسوالۍ خلک وایي چې دې وسلوالو ته اوس هم د ناڅرګندو چورلکو لخوا تجهیزات، خوراکي توکي، او اسلحې رسول کیږي.
د لویدیځو رسنیو د راپورونو تر مخه؛ د امریکا په شمول د سیمې یو شمیر استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې داعش ډله په عراق او سوریه کې تر ماتې وروسته افغانستان ته نقل کړي تر څو هلته د خپلو اهدافو په خاطر ورڅخه کار واخلي.


