دولتي ویاندویان د خبریالانو له پوښتنو ځان خلاصوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳ فرید افغان)

یو شمیر رسنۍ سره له دې چې ټولې خپرونې د حکومت په پلوۍ کوي او آن د پیښو پر وړاندې د طالبانو غبرګونونو ته هم پام نه کوي خو بیا هم د دولتي ویاندویانو لخوا چندان ارزښت نه ورکول کیږي، پوښتنو ته یې ځواب نه ویل کیږي او آن تر دې چې دولتي ویاندویانو ته په تلیفون کولو هم ګواښل کیږي.
نږدې درۍ کاله کېږي، چې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نافذ شوی دی؛ خو په دې نامه نه یواځې داچې خلکو ته ریښتیني او کره خبرونه، ونه ورسیدل بلکه آن پر خبریالانو هم اطلاعات محدود شول.
د آریانا تلویزیون خبریال قیام نوري وایي حکومتي ویاندویان خبریالانو ته دقیق او کره معلومات نه ورکوي او په ځینو برخو کې د خبریالانو سره شخصي او سلیقوي چلند کوي.
دنوموړي په خبره؛ حکومتي ویاندویان یواځې مطرحو رسنیو ته معلومات ورکوي او زیاتوي چې «د رسنیو ښځینه‌وو کارکوونکیو او ښځینه‌وو خبریالانو ته د نارینه‌وو هغو په پرتله زیاته پاملرنه کيږي.»
پر همدې مهال د تمدن تلویزیون خبریال ماني مشکین قلم وایي چې حکومتي ویاندویان اطلاعاتو د لاس رسي له قانون خبر هم نه دي معلومات تحریفوي او بیا یې دوی ته په لاس ورکوي.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنست یا (نی) اجرایوي رییس مجیب خلوتګر په حکومتي ویاندویانو کې دا ستونزه مني او په وینا یې چې دولتي ویاندویان د پروپوزل له مخې یواځې محدود معلومات محدودو رسنیو ته ورکوي او په وینا یې چې حکومت رسنیو او هېوادوالو ته د اطلاعاتو ورکولو اراده نه لري.
پر همدې مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه‌‌حسین مرتضوي خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې د وزارتونو د ځینو ویاندویانو نه‌ځواب ویل تاییدوي او مني چې دا ډول ستونزې شته خو د حل په باره کې یې غوڅه ژمنه نه ده کړې
يوازې په کابل کې د يو نيم زر تنو په شا و خوا کې حکومتي وياندويان شته، له دې سره سره سره تقريبا هر وزارت په هر ولايت کې يو رياست لري او هغه رياست هم ځان ته وياند او وياند يې مرستيالان ټاکلي.
ولايت مقامونه، امنيه قوماندانۍ، قول اردو، لوا او نور بېل بېل مطبوعاتي دفترونه لري چې که د هېواد په کچه وشمېرل شي، حساب يې زرګونو نفرو ته رسېږي.
څو اونۍ وړاندې د سرخط ورځپاڼې ویلي و چې دغه ټول زرګونه ښاغلي يوه خوا، د طالبانو ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي بله خوا. د حکومت زرګونه تنه د دوو سړيو د سيالي نه دي. ها پلو چې په دوو تنو څومره لاس‌ته ور وړنې لري، د حکومت زرګونه تنه يې په زر کاله هم نه‌شي تر لاسه کولای

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button