دنړۍ پای (۶۲مه برخه) – د دجال فتنې –

د دجال فتنې
اور او اوبه
حضرت خذيفة بن يمان رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
معه جنة ونار، فناره جنة وجنته نار ([1]).
ژباړه :
له هغه سره به جنت او اور وي، د هغه اور په اصل کې جنت دی او د هغه جنت په حقيقت کې اور دی.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
ان معه ماء ونار، فناره ماء بارد وماؤه نار ([2]).
ژباړه :
له هغه سره به اوبه او اور وي، د هغه اور په اصل کې يخې اوبه دي او د هغه اوبه په حقيقت کې اور دی.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: زه پوهيږم چې له دجال سره به څه وي، له هغه سره به دوه بهيدونکي نهرونه وي، د سترګو په ليدو به يو سپينې اوبه او بل اور ښکاري، که څوک په هغه کې ور غورځيدل غواړي نو په هغه کې دې ولويږي کوم چې اور ښکاري.
په يوه روايت کي دي:
کوم څوک چې د هغه اور ويني هغه ته دې ګوري، د هغه لور ته دې ور شي، سترګې دې پټې کړي، خپل سر دې په هغه کې ډوب کړي او له هغه څخه دې څښل شروع کړي، ځکه چې هغه اور نه دی بلکه تازه اوبه دي ([3]).
په يوه بل ورايت کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
خلکو ته چې کومې اوبه په نظر ورځي هغه په اصل کې بليدونکی اور دی او خلکو ته چې کوم اور په نظر ورځي هغه په حقيقت کې تازه او ټينګې اوبه دي، که په تاسو کې هر څوک د دجال په وخت کې ژوندي وی نو هغه ته پکار دي چې هغه په اور کې غوټه وخوري، ځکه چې هغه تازه او ښې اوبه دي ([4]).
په جماداتو او حيواناتو باندې اثر
حضرت نواس بن سمعان رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي؛
دجال به د يوه قوم لوري ته راشي او هغوی به د خپل ځان ته را وبولي، هغه قوم به په ده ايمان راوړي، بيا به دجال آسمان ته حکم وکړي نو هغه به د باران ورول شروع کړي، زمکې ته به حکم وکړي نو هغه به د پيداوار ورکول شروع کړي، هغه ميګې او بزې کومې چې د څريدا لپاره وتلې وي په داسې حال کې به بيرته راشي چې ويښتان به يې لوی شوي وي، تيونه به يې له شيدو ډک وي، خيټې به يې ډکې وي او د باندې به راوتلې وي، له دې وروسته به دجال يوه بل قوم ته ورشي، هغوی ته به دعوت ورکړي، مګر هغه قوم به له ده څخه انکار وکړي، دی به له دې خلکو څخه ولاړ شي، کله چې دغه خلک د صبا په وخت کې را پورته شي نو خپل فصلونه به وويني چې برباد شوي دي، بيا به دجال له يوې بې خبره زمکې سره تيريږي، هغه به دې زمکې ته ووايي: خپلې خزانې را وباسه نو هغه به خپلې خزانې را وباسې او د شهدو مچيو په څير به سره جمع شي او په ده پسې به تر شا روانې وي ([5]).
يوه بله فتنه
هغه به يوه بانډه چي (کوچي) سړي ته ووايي: که چيرته زه د ستا مړه شوي مور او پلار را ژوندي کړم نو بيا ما رب ومنه؟ هغه به ورته ووايي: سمه ده، نو به دوه شيطانان د هغه د مور او پلار په شکل کې راشي او کوچي ته به ووايي: زمونږ خوږه بچيه! د دغه تابعداري وکړه، دا د ستاسو رب دی ([6]).
يوه بله فتنه
هغه به يو داسې کس را وبلي کوم به چې په پوره ځواني کې وي او بيا به هغه په توره دوه ټوټې کړي، بيا به خلکو ته ووايي زما دې بنده ته وګورئ: دا زه اوس را ژوندی کوم، خو دی به بيا هم له ما پرته بل څوک رب بولي، دجال به دې ځوان ته ووايي: پورته شه! ژوندی شه ودريږه، هغه به ودريږي، په حقيقت کې به هغه الله تعالی ژوندی کړی وي نه دجال، د دغه مقتول ځوان دواړه ټوټې به سره پيوند شي، بيا به دجال خبيث ووايي: ووايه د ستا رب څوک دی؟ هغه ځوان به ووايي: زما رب الله دی، ته د الله دښمن يې، ته دجال يې.
د دجال په سلسله کې يو شمير غلطې عقيدې
دا عقيده لرل غلط دي چې له هغه سره به د ډوډۍ او خوراکي شيانو يو غر وي کله چې په دې وخت کې قحط او فاقه وي.
حضرت مغيرة بن شعبه رضی الله عنه وايي:
د دجال په باره کې د الله له رسول صلی الله علیه وسلم څخه چې ما څومره پوښتنې کړې يا بل چا څومره پوښتنې کړې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته فرمايلي:
زما بچيه! له تا سره د دجال څه ويره او خطر دی؟ هغه تاسو ته نقصان نشي رسولای، ما پوښتنه وکړه: خلک داسې وايي چې له هغه سره به د اوبو نهر او د ډوډۍ غر وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
هو اهون علی الله من ذالک ([7]).
هغه د الله په نزد له دې څخه هم ډير بې وسه دی.
د دجال پيروان
په دې کې هيڅ شک نشته چې له دجال سره به ډير طاقت او ډيرې فتنې وي، هغه به خلک له سمې ليارې کږوي او په خپل ځان پسې تر شا تلو لپاره به رنګا رنګ طريقې استعماله وي، هغه به ځان د خلکو رب بولي، په دې کې يوه زره شک نشته چې د هغه په خبرو سره به ډير خلک په فتنو کې مبتلا شي، هغوی به له ده څخه د فايدې تر لاسه کولو لپاره، يا د هغه له سزا څخه د بچ کيدا لپاره يا هم له اسلام او مسلمانانو سره د جنګ کولو لپاره به د هغه پيروان جوړ شي، په هغوی کې لاندې خلک شامل دي.
يهود
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
يتبع الدجال من يهود اصبهان سبعون الفا، عليهم الطيالسة ([8]).
ژباړه :
د اصفهان ([9]) اويا زره (د وړو څادرونو په څير) جبه پوش يهوديان به د دجال پيروان جوړ شي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لينزلن الدجال خوز وکرمان في سبعين الفا وجوههم کالمجان المقطرقة ([10])
ژباړه : دجال به په خوز ([11]) او کرمان ([12]) کې را ښکته شي، له هغه سره به اويا زره خلک وي، د کومو مخونه به چې د ګردو ډالو په څير وي.
(المجان المطرقة) د ګردو ډالونو په څير، يعنې د هغوی سرونه به واړه وي، مخونه به يې ګرد وي او د مخونو هډوکي او پوزې به يې د غوښو له امله چت تر سترګو کيږي
(المجان) د مجن جمع ده، د هغه معنا ده ډال او المطرقة چې څرمنه ورکړل شوي وي، دا د ډالونو صفت دی، يعنې د هغوی مخونه به واړه او له غوښې څخه به ډک وي
يوه پوښتنه
د دجال په پيروانو کې به زياتر يهوديان ولې وي؟
ځواب : له دې امله چې د هغوی دا عقيده ده چې دجال د يهودو مسيح منتظر دی.
د يهودو دا عقيده ده چې الله تعالی له هغوی سره د يوه بادشاه د ظهور وعده کړې کوم به چې د حضرت داؤد علیه السلام له اولادې څخه وي، هغه به د يهودو مملکت قايم کړي، د دغه بادشاه نوم د هغوی په کتابونو کې (ميسياه) دی.
د يهودو په مذهبي رسوماتو کې يو شمير دعاګانې او لمنځونه هم شته په کومو کې چې هغوی د مسيح دجال د ظهور لپاره دعا ګانې کوي، هغوی د (عيد فصح) شپه د همدا شان دعا ګانو لپاره ځانګړې کړې.
د هغوی په مذهبي کتاب (تلمود) کې دي:
کله چې مسيح دجال راشي نو له زمکې څخه به تازه ډوډۍ، د اون جامې او غنم را ووځي، د هغو دانې به ډيرې غټې وي، په دغه زمانه کې به سلطنت د يهودو په لاس کې وي، د دنيا ټول قومونه به د دغه مسيح خدمت او فرمان برداري کوي، په دغه وخت کې به د هر يهودي په قبضه کې دوه زره اته سوه (۲۸۰۰) غلامان وي کوم به چې د دوی په خدمت باندې مامور وي او دری سوه لس (۳۱۰) کائنات به د هغوی تر تصرف لاندې وي، ليکن مسيح په هغه وخت کې راځي کله چې د شريرو خلکو حکومت ختم شي او د اسرائيلو په راتګ سره د يهودي امت منتظر اميدونه پوره شي او کله چې هغه راشي نو يهودي امت به د ټول عالم په قومونو اقتدار او حکومت تر لاسه کړي ([13]).
کفار او منافقين
حضرت انس بن مالک رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لَيْسَ مِنْ بَلَدٍ إِلَّا سَيَطَؤُهُ الدَّجَّالُ إِلَّا مَكَّةَ وَالْمَدِينَةَ لَيْسَ لَهُ مِنْ نِقَابِهَا نَقْبٌ إِلَّا عَلَيْهِ الْمَلَائِكَةُ صَافِّينَ يَحْرُسُونَهَا ثُمَّ تَرْجُفُ الْمَدِينَةُ بِأَهْلِهَا ثَلَاثَ رَجَفَاتٍ فَيُخْرِجُ اللَّهُ كُلَّ كَافِرٍ وَمُنَافِقٍ ([14]).
ژباړه : له مکې او مدينې پرته هيڅ داسې ښار به نه وي کوم ته به چې دجال ور نشي، د مکې او مدينې هره لار به فرښتې څاري او د هغو حفاظت به کوي، کله چې هغه مدينې ته داخل نشي نو په يوه شورداره زمکه به پړاو واچوي، د مدينې زمکه به خپلو اوسيدونکو ته دری جټکې ورکړي او هر کافر او منافق به له مدينې څخه د باندې ووځي او د دجال لوري ته به ورشي.
جاهل کوچی
حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه لوی حديث کې داسې فرمايلي:
د دجال يوه فتنه به دا هم وي چې هغه به يوه کوچي ته ووايي: که چيرته زه د ستا مړه شوي مور او پلار ژوندي کړم ته بيا ما رب منې؟ هغه به ورته ووايي: هو، نو به دوه شيطانان د هغه د مور او پلار په شکل کې د هغه مخته به راشي او کوچي ته به ووايي: زمونږ خوږه زويه! د دغه اتباع وکړه، دا ستاسو رب دی ([15]).
هغه خلک د کومو مخونه به چې د ګردو ډالونو په څير وي
حضرت ابو بکر صديق رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي
إن الدجال يخرج من أرض بالمشرق يقال لها خراسان يتبعه أقوام كأن وجوههم المجان المطرقة ([16]).
ژباړه :
دجال به د مشرق له يوې علاقې څخه را ووځي، کومې ته چې خراسان ويل کيږي، د هغه پيروان به داسې قومونه وي د کومو مخونه به چې د ګردو ډالونو په څير وي.
ښځې
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
ينزل الدجال في هذه السبخة بمر قناة فيكون أكثر من يخرج إليه النساء حتى ان الرجل ليرجع إلى حميمه والى أمه وابنته وأخته وعمته فيوثقها رباطا مخافة ان تخرج إليه ([17]).
ژباړه :
دجال به په شورداره زمکه د مرقناة په مقام باندې راکوز شي، د هغه لوري ته د تلونکو اکثريت به ښځې وي حتی چې يو انسان به خپل کوم رشته دار، مور، ځوی، خور، ترور او ښځې له دې امله په کورونو کې بندې کړي چې هغه د دجال لوري ته ور نشي.
د دجال د اوسيدو موده
د الله تعالی له رسول صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې دجال به تر څومره مودې پورې اوسيږي؟ نو د الله تعالی رسول صلی الله علیه وسلم وفرمايل:
اربعون يوما، يوم کسنة، ويوم کشهر، ويوم کجمعة، وسائر ايامه کايامکم ([18]).
ژباړه : هغه به تر څلويښتو ورځو پورې په زمکه کې اوسيږي، د هغه لومړی ورځ به د کال سره برابره وي، دويمه ورځ به يې د يوې مياشتې برابره وي، دريمه ورځ به يې د يوې جمعې برابره وي، له دې وروسته ورځې به د ستاسو د عامو ورځو په څير وي.
صحابه کرامو رضی الله عنهم عرض وکړ : اې د الله رسول ! آيا له کال سره په برابرې ورځې کې پنځه لمنځونه مونږ ته کافي دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : نه ! بلکه تاسو د هر لمانځه لپاره د وخت اندازه وکړی.
د دجال له فتنې څخه نجات څنګه کيدای شي؟
له هغه څخه ليرې اوسيدل
حضرت عمران بن حصين رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
من سمع بالدجال فلينا عنه، فوالله ! ان الرجل لياتيه وهو يحسب انه مؤمن فيتبعه مما يبعث به من الشبهات
ژباړه :
هر څوک چې د دجال په باره واوري نو له هغه څخه دې ليرې اوسي، په الله قسم ! يو سړی کوم چې ځان مؤمن بولي، کله چې هغه ته نږدې ور شي نو د هغه له پيدا کړل شويو شبهاتو څخه به متاثر شي او د هغه په پيروانو کې به ور شامل شي.
د دې حديث معنا دا ده چې يو چا ته د دجال د راوتلو معلومات وشي نو له هغه څخه دې ليرې اوسي او نږدې دې نه ورځي، يو سړی، کوم چې په ځان د قوي الايمان ګمان کوي کله چې هغه د دجال خوا ته ورشي نو د هغه په غوړيدلي جال کې به را ګير شي، کله چې د هغه جادو او د مړيو را ژوندي کولو کار وويني نو د هغه په پيروانو کې به شامل شي.
سيده ام شريک رضی الله عنها بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
ليفرن الناس من الدجال في الجبال ([19]).
ژباړه : خلک به د دجال له فتنې څخه د بچ کيدا لپاره غرونو ته وتښتي او ځانونه به پت کړي.
په دې زمانه کې به د مسلمانانو لپاره يو امام، يعنې خليفه هم وي او له دې څخه مراد خليفه عادل امام مهدي دی.
له الله تعالی څخه مرسته غوښتل
حضرت ابو امامه باهلي رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
من ابتلی بناره فليستغث باالله ([20]).
ژباړه : څوک چې د هغه د اور په فتنه کې مبتلا شي نو له لله تعالی څخه دې مرسته وغواړي.
د الله تعالی د اسماؤ او صفاتو علم حاصول
دجال په يوه سترګه ړوند دی او الله تعالی هيڅ کله داسې نه دی، بلکه الله تعالی حسين، جميل او له تمامو نقائصو او عيوبو څخه پاک دی، هغه قدوس او له هر عيب څخه مبرا دی، الله تعالی جل جلاله فرمايي:
کَمِثۡلِہٖ شَیۡءٌ ۚ وَ ہُوَ السَّمِیۡعُ الۡبَصِیۡرُ ([21]).
ژباړه :نشته په شان د دغه (الله) هيڅ څيز (په هيڅ څيز کې) او همدغه الله دی ښه اوريدونکی د ټولو اقوالو ښه ليدونکی د ګردو اعمالو.
د سورت کهف د اولنيو لسو اياتونو تلاوت
حضرت ابو الدرداء بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
من حفظ عشر آيات من اول سورة الکهف عصم من فتنة الدجال ([22]).
ژباړه : چا چې د سورت کهف لومړني لس آياتونه په ياد کړل هغه به د دجال له فتنې څخه وساتل شي.
هغه لس آياتونه دا دي:
اَلۡحَمۡدُ لِلّٰہِ الَّذِیۡۤ اَنۡزَلَ عَلٰی عَبۡدِہِ الۡکِتٰبَ وَ لَمۡ یَجۡعَلۡ لَّہٗ عِوَجًا ؕ﴿ٜ۱﴾ قَیِّمًا لِّیُنۡذِرَ بَاۡسًا شَدِیۡدًا مِّنۡ لَّدُنۡہُ وَ یُبَشِّرَ الۡمُؤۡمِنِیۡنَ الَّذِیۡنَ یَعۡمَلُوۡنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَہُمۡ اَجۡرًا حَسَنًا ۙ﴿۲﴾ مَّاکِثِیۡنَ فِیۡہِ اَبَدًا ۙ﴿۳﴾ وَّ یُنۡذِرَ الَّذِیۡنَ قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰہُ وَلَدًا ٭﴿۴﴾ مَا لَہُمۡ بِہٖ مِنۡ عِلۡمٍ وَّ لَا لِاٰبَآئِہِمۡ ؕ کَبُرَتۡ کَلِمَۃً تَخۡرُجُ مِنۡ اَفۡوَاہِہِمۡ ؕ اِنۡ یَّقُوۡلُوۡنَ اِلَّا کَذِبًا ﴿۵﴾ فَلَعَلَّکَ بَاخِعٌ نَّفۡسَکَ عَلٰۤی اٰثَارِہِمۡ اِنۡ لَّمۡ یُؤۡمِنُوۡا بِہٰذَا الۡحَدِیۡثِ اَسَفًا ﴿۶﴾ اِنَّا جَعَلۡنَا مَا عَلَی الۡاَرۡضِ زِیۡنَۃً لَّہَا لِنَبۡلُوَہُمۡ اَیُّہُمۡ اَحۡسَنُ عَمَلًا ﴿۷﴾ وَ اِنَّا لَجٰعِلُوۡنَ مَا عَلَیۡہَا صَعِیۡدًا جُرُزًا ؕ﴿۸﴾اَمۡ حَسِبۡتَ اَنَّ اَصۡحٰبَ الۡکَہۡفِ وَ الرَّقِیۡمِ ۙ کَانُوۡا مِنۡ اٰیٰتِنَا عَجَبًا ﴿۹﴾ اِذۡ اَوَی الۡفِتۡیَۃُ اِلَی الۡکَہۡفِ فَقَالُوۡا رَبَّنَاۤ اٰتِنَا مِنۡ لَّدُنۡکَ رَحۡمَۃً وَّ ہَیِّیٔۡ لَنَا مِنۡ اَمۡرِنَا رَشَدًا ﴿۱۰﴾ ([23]).
ژباړه :
ټوله ثنا او ستاينه خاص الله لره ده هغه (الله) چې نازل کړی دی په بنده خپل (محمد ص) کتاب (قران) حال دا چې نه يې دی پيدا کړی په دې قران کې هيڅ کږوالی (نه په الفاظو او نه په معانيو کې) (حال دا چې سم برابر دی (افراط او تفريط له سره پکې نشته) او نازل کړی يې دی دپاره د دې چې وويروي (محمد) په دې کتاب سره کفار (له عذاب سخته چې راتلونکی دی) له جانبه د الله او زيری ورکړي (محمد) مؤمنانو هغو ته چې کړي دي دوی ښه عملونه چې بيشکه شته دوی ته اجر ښه (چې جنت دی) حال دا چې اوسيدونکي به وي په هغه جنت کې تل تر تله؛ او چې وويروي هغه کسان چې وايي له ډيره جهله نيولی دی الله ولد نشته دوی ته په دې خبره هيڅ علم (بلکه هسې له خپله وهمه يې وايي) او نه پلرونو د دويته (بلکه هسې له خپله وهمه يې وايي) ؛ او په ده هغه خبره (د دوی) چې راووځي له خوا د دوی څخه نه وايي دوی مګر دروغ (غټ) نو ښائي چې ته وژونکی يې د نفس خپل په دوی پسې که را نه وړي (دوی) ايمان په دې خبره (قران ، نو ته ځان وژنې) له ډيره غمه ؛ بيشکه مونږ ګرځولی مو دی هر هغه شی چې دی په ځمکه ښايست دپاره د دې (زمکې او اهل د زمکې) دپاره د دې چې وازميو دوی چې کوم يو له دوی څخه ډير غوره دی له جهته د عمله ؛ او بيشکه مونږ خامخا ګرځونکي يو د هر هغه شي چې دغه زمکه دی (صاف پرې کړی شوی يعنې خاورې پرتې پر زمکه ډاګ ټوټې ټوټې وچ کلک) ايا ګمان کوې ته (اې محمده !) د دې خبرې چې صاحبان د غار او د تختې وو د دوی (په اعتبار د قيصې) له دلايلو د (قدرت) زمونږ ډيره عجيبه (او نور نشته بلکه د الله تعالی د قدرتونو نور عجيبه دلايل هم شته) ياد کړه هغه وخت چې رجوع وکړه هغو ځلميانو (د کفارو له ويرې) غار ته نو وويل دوی اې ربه زمونږ راکړه مونږ ته له خپلې خوا رحمت (چې پرې پټ شو له غليمه) او تيار کړه مونږ ته له دې کاره زمونږ (چې له کافرانو نه جلا والی دی هدايت).
حضرت نواس بن سمعان رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
من ادرکه منکم فليقرء عليه فوتح سورة الکهف ([24]).
ژباړه : په تاسو کې چې څوک دجال پيدا کړي نو هغه ته پکار دي چې د هغه په وړاندې د سورت کهف اوليني لس آياتونه تلاوت کړي.
د هغه سبب دا دی چې د دغه سورت په شروع کې الله تعالی ذکر کړي چې په غار کې موجود ځوانان يې د هغه ظالم بادشاه له لاس څخه ساتلي کوم يې چې نيول غوښتل، د ځينو اهل علمو قول دی چې په دغو لسو آياتونو کې په غار کې د موجودو ځوانانو د قيصې يو عجيب ذکر دی چې هغوی څنګه نجات پيدا کړ، يوه مسلمان ته له دجال سره د مخامخ کيدو په وخت کې په دغو واقعاتو باندې نظر کول پکار دي.
د ټول سورت کهف تلاوت
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
من قرء سورة الکهف کما انزلت، ثم ادرک الدجال، لم يسلط عليه او لم يکن له عليه سبيلا ([25]).
ژباړه : کوم سړی چې سورت کهف په هغې طريقې تلاوت کړي په کومه طريقه چې نازل شوی، بيا هغه له دجال سره مخامخ شي نو په هغه به مسلط نشي، يا دا چې په دغه مؤمن باندې به هيڅ غلبه تر لاسه نکړي.
د لمانځه په اخير کې د دجال له فتنې پناه غوښتل
په اخيري تشهد کې له سلام ګرځولو د مخه د دې دعا لوستل پکار دي:
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَمِنْ عَذَابِ النَّارِ وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ [26] وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ ([27]).
ژباړه :
اې الله ! زه په تا سره د دوزخ له اوره، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د دجال له فتنې پناه غواړم.
خلک د دجال له فتنې خبر کړی تر څو چې هغه له دې څخه بچ شي
حضرت صعب بن جثامه رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لايخرج الدجال حتی يذهل الناس عن ذکره ([28]).
ژباړه :
دجال تر هغه وخته نه راووځي تر څو چې خلک د هغه له يادولو څخه غافل نشي.
يعنې هر کله چې هيڅوک د هغه ذکر نکوي او نه د هغه په باره کې سوچ کوي، کله چې خلک هغه هير کړي او د هغه صفات له ذهنونو وباسي او د فتنو د کثرت با وجود د هغه په باره کې احتياط پريږدي نو په دې وخت کې دجال ظاهريږي.
[1] – صحيح مسلم، الفتن اشراط الساعة، حديث : ۲۰۳۴.
[2] – صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۳۰، وصحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۴.
[3] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۴.
[4] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۴.
[5] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۳۷.
[7] – صحيح البخاري، الفتن، حديث : ۷۱۲۲، وصحيح مسلم، کتاب الاداب، حديث : ۲۱۵۲.
[8] – صحيح مسلم، الفتن واشراط الساعة، حديث : ۲۹۴۴.
[9] – اصفهان د ايران ښار دی کوم چې د ايران په ميڼخ کې واقع دی، دا د ايران له دارالحکومت تهران څخه جنوب لوري ته تقريبا (۳۴۰) کلوميتره ليری دی، د سرکاري اعلان مطابق په دې کې له پنځه ويښتو څخه نيولې تر ديرشو زرو پورې يهوديان اباد دي.
[10] – مسند احمد : ۲/ ۳۳۷، باسناد حسن.
[11] – خوز د مغربي ايران يو ښار دی کوم چې ته نن ورځ خوزستان ويل کيږي.
[12] – کرمان د ايران په جنوب مشرق کې يوه صوبه (ايالت) دی.
[13] – دا عبارت له کتاب (الکنز المرصود في قواعد التلمود) فصل هفتم، (المسيح وسلطان اليهود) څخه نقل شوی.
[14] – صحيح البخاري، فضائل المدينة، حديث : ۱۸۸۱.
[15] – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۷.
[16] – مسند احمد : ۱/ ۴، وجامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۳۷، وحسنه، وسنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۲، والحاکم :۴/ ۵۲۷، وصححه ووافقه الذهبي وصححه الالبانی في صحيح ابن ماجه.
[17] – مسند احمد : ۲/ ۶۷، قال الشيخ الالباني في (قصة المسيح الدجال) ص: ۸۸، اسناده حسن لو لا عنعنة محمد بن اسحاق.
[18] – صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۳۷.
[19] – صحيح مسلم، الفتن وشرط الساعة، حديث : ۲۹۴۵.
[20] – سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۷۷.
[21] – الشوری، آية : ۱۱.
[22] – صحيح مسلم، الصلوة، حديث : ۸۰۹.
[23] – الکهف، آية : ۱ الی ۱۰.
[24] – صحيح مسلم، لفتن، حديث : ۲۹۳۷.
[25] – المستدرک للحاکم :۴/ ۵۱۱، وقال : حديث صحيح الاسناد، سلسلة الاحاديث الصحيحة :۶/ ۳۱۲، حديث : ۲۶۵۱.
[26] – (فتنة المحيا) هغه فتنه ده کومه چې د انسان په زندګي کې مخته راځي، لکه : دنيوي مال او د شهوتونو فتنه، که چيرته په دې کې يو انسان صبر له لاسه ورکړي نو دا يو ازمايښت دی او له (الممات) څخه مراد هغه فتنه ده کومه چې انسان ته د مرګ په وخت کې مخته راځي، يا له دې څخه مراد د قبر فتنه ده چې کله فرښتې راشي او پوښتنه کوي او په ډيره سختي سره پوښتنه کوي، د قبر عذاب هم په همدې فتنه کې داخل دی.
[27] – صحيح البخاري، الجنائز، حديث : ۱۳۷۷، وصحيح مسلم، المسجد ومواضع الصلوة، حديث : ۵۸۸.
[28] – مسند احمد : ۴/ ۷۱.



