ملا الله داد طیب د طالبانو د واکمنۍ مخابراتو زير وفات شو

 (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ۷ مه، ۱۳۹۴ ل)

طالبانو د واکمنۍ په مهال د مخابراتو وزير ملا الله داد طیب د ورپېښې ناروغۍ لامله تېره ورځ د پاکستان بلوچستان ایالت کوټه کې وفات شو .

د نوموړي جنازه خپل پلرني ولایت کندهار ته یوړل شوه او هلته خاورو ته وسپارل شو .

د ملا الله داد طیب د معدې کینسر یا سرطان په ناروغۍ اخته وه چې په دې وروستيو کې يي تکليف زیات شو او د همدې ناروغۍ له امله په حق ورسېده .

نوموړي ته دغه د سرطان ناروغۍ د پاکستان په زندان کې ورپېښه شوې وه، دی د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته په  ۲۰۰۶  زیږديز کال کوټې ښار کې پاکستاني استخباراتو له لوري ونيول شو او په ۲۰۱۳ زيږدیز کال کې خوشي شو .

ويل کيږي چې ملا الله داد طیب دطالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له  نژدې ملګری وه او د طالبانو د اسلامي غورځنګ له لومړنیو کسانو څخه وو چې له ملا محمد عمر مجاهد سره یې یو ځاي د دفساد مقابله کوله .

ملا الله داد چې د طالبانو د واکمنۍ مخابراتو وزير په حیث دنده لرله د افغانستان مخابراتو برخه کې ډیر خدمتونه کړي وه، د څو کلونو وروسته د افغانستان لپاره د ۹۳ اتصالاتي شمېره بیا فعاله کړېوه ، په کابل، ننګرهار، قندهار، هرات او مزارشریف کې یي د ټیلفوني خدماتو او پوسوت د فعالیت په برخه کې يې د ستاينې وړ خدمتونه کړي وه، د ګرځنده ټیلفونونه دفعالیت په اړه  لومړی اقدام دوي کړی وه.

په ۱۴۱۹ هـ ق کال کې الله داد طیب د مبائل GSM افغان بیسیم اتصالاتي شرکت له یوه امریکایي شرکت سره تړون لاسلیک کړی وه چې بیا د کرزي حکومت ته ميراثي پاتې شوه ۲۰ فیصده برخه د مخابراتو وزارت وه او پاتې د امريکايي شرکت، خو د طالبانو د حکومت په مهال د دغه تړون ټولې چارې بشپړې شوې وې، خو د امنیت شوری د بندیزونو له امله دغه تړون نيمګړی پاته شو بیا د همدې تړون په بنیاد د افغان بیسیم ګرځنده اتصالاتي شبکه منځ ته راغله او هېوادوالو ته يې ډيرې اسانیاوې برابرې کړې .

د افغان بیسیم شرکت چې په دغه تړون کې يې لاسلیک شوی وه ۱۴۰ ميليونه امريکايي ډالر په پانګونې سره په دوو کالو کې ۳ لکه سیمکارتونه د ګټې اخیستنې ته وړاندې کېدل، نو له همدې امله د ګرځنده یا مبایل شبکه افغانستان کې د لومړي ځل لپاره منځ ته راغله .

بدرالدین ځواک

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button