مصر: پر جومات برید کې ۸۵ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي

د مصر د شمالي سیناء په یوه مسجد کې د بم د چاودنې او ډزو له امله نږدې ۸۵ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د مصر خبري اژانسونه وايي، د شمالي سیناء د بئرالعبد سیمې په الروضه جومات کې نامعلومو وسله والو د جمعې د لمانځه پر مهال بم ته چاودنه ورکړې ده او وروسته یې ډزې کړې دي چې په پایله کې یې، د چارواکو په خبره، ۸۵ کسان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې بم مسجد ته نږدې خښ شوی و او د لمانځه پر مهال چاودنه ورکړل شوې ده. د چارواکو په خبره، وروسته وسله والو کسانو له څلورو موټرو پر خلکو ډزې کړې دي او تښتېدلي دي.

ویل کېږي چې د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي له پیښې وروسته بېړنۍ غونډه راغوښتې ده.

د یادې پیښې مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button