اتمر: له طالبانو سره د روسیې د مرستې ثبوت نه لرو

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وايي، داسې ثبوت نشته چې وښيي روسیه له طالبانو سره مرسته کوي.

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، چې د منځنۍ اسيا او روسيې د امنيتي مشرانو په يوه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللى، خبریالانو ته ویلي، ”ځینې غلط معلومات، ادعاوې او تورونه له هر لوري شته. ځينې دا تور پورې کوي چې روسیه د طالبانو مرسته کوي. خو ځینې نور بیا تور پورې کوي چې امریکايي چورلکې داعش او ترورستان راولي. موږ د دې دواړه ادعاوو هېڅ ثبوت نه لرو.“

له اوږدې مودې راهیسې، په غربي او افغان رسنیو کې داسې راپورنه خپرېږي چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي او د تېلو له لارې مرسته ورسره کوي. خو د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون ګڼو لوړپوړو افغان چارواکو هم ویلي چې دا یو تور دی او تراوسه کوم ثبوت نشته.

څه موده وړاندې، د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي هم ویلي و چې له طالبانو سره د روسیې د مرستې د ثبوت لپاره کوم سند په لاس کې نه لري او له طالبانو سره د روسیې د مرستو راپورونه یوه شایعه ده.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکولسن هم تېره میاشت تایید کړه چې له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه مؤثق معلومات نه لري.

د افغانستان د امنيت شورا ویاند، قادرشاه وايي چې د ملي امنیت سلاکار په روسیه کې د منځنۍ اسيا د ملي امنيت د سلاکارانو غونډې ته تللی و او ګډون یې پکې وکړ. د قادرشاه په خبره، په یاده غونډه کې ”د ترورېزم په وړاندې مشترکه مبارزه، د نشه يي موادو او سازمان شويو جرمونو په وړاندې مبارزه، د سولې مذاکرې او د اقتصادي همکاريو د بهبود“ په اړه خبرې وشوې.

اتمر خبريالانو ته ويلي، ”د افغانستان د سولې موضوع مې له خپل روسي سيال نيکولاى پاتروشيف سره مطرح کړه او د افغانستان دا غوښتنه مې ور رسولې: که له وسله والو طالبانو سره کوم تماس لري، له هغه په استفاده دې وسله وال طالبان د سولې مذاکرو ته وهڅوي.“

طالبان - taliban

روسیه هم مني چې له طالبانو سره یوازې سیاسي اړیکې لري او هڅه کوي د دې اړیکو په وسیله طالبان خبرو ته حاضر کړي. بل خوا، طالبان هم وايي چې د روسیې په ګډون له نورو هېوادونو سره سیاسي اړیکې لري خو دې هېوادونو هیڅکله نظامي او لوژستیکي مرسته نه ده ورسره کړې. طالبان وايي، ”اسلامي امارت مجبور دی چې خپله واقعي تګلاره او اهداف پخپله ژبه نړیوالو او سیمه ایزو هېوادونو ته واضح کړي. دا د دې لپاره هم ضروري ده چې نړۍ پر دې پوه کړو چې په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه په څه ډول دي؟ موږ په افغانستان کې څه غواړو او ولې یې غواړو؟ په نهایت کې، دا د ټولو په ګټه ده چې د سمو معلوماتو په رڼا کې د افغانستان په هکله سمې تګلارې جوړې کړي. له همدې امله، د روسیې په ګډون له هر هېواد سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې یوازې د خپلې تګلارې د توضیح کولو لپاره دي چې دا زموږ مشروع حق دی. دا هیڅ کله د نظامي اړیکو په معنی نه دي. نه روسیه او نه کوم بل هېواد له موږ سره نظامي مرستې کوي. زموږ لپاره د کابل له مزدورو او یرغلګرو قواوو څخه غنیمت شوې او غنیمت کېدونکې وسلې کافي دي چې په کلونو د یرغلګرو او د هغوی د داخلي انډیوالانو په خلاف جهاد ته ادامه ورکړو.“

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button