کابل : اتمې حوضې اړوند کارته نو سیمه کې درنه چاودنه وشوه

 (کابل ټکی کام : شنبه، لېندۍ۷ مه، ۱۳۹۴ ل)

نن سهار مهال د کابل اتمې حوضې اړوند کارته نو سیمه کې یوه زوروره چاودنه شوې چې مرګ و ژوبله يي اړولې ده .

یو شمېر  سیمیز و خلکو د سترګو ليدلی حال وايي چې دغه بريد یوه پلي سرتېري بريدګر ترسره کړ.

د کابل امنیه قومندانې د تحقیقاتو د برخې رئیس فریدون عبیدي رسنیو ته په خبرو کې پېښه تاييد کړې، خو د مړو او ټپیان يې تفصیل نه دی ورکړی .

دغه راز عبیدي وويل چې دغه د پېښې ځای شهرک طلايي یا طلايي ښارګوټي ته نږدې دی .

په دې اړه تراوسه نه کومې ډلې معلومات ورکړي او نه د پېښې د مړو او ټپیانو او د چاودنې څرنګوالی معلوم دی .

د نورو جزئیاتو لپاره مونږ سره اوسئ

بدرالدین ځواک

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button