نامسلمانو ساینسدانانو تر مرګ وروسته پر ژوند اعتراف وکړ

لاروی
موږ د خپلې عقیدې په اساس وایو چې په دې دنیا کې چې د ژوند د پایښت نېټه پوره شي، بیا د عقبا سفر پیل کېږي او له مرګ وروسته انسان ته د حساب لپاره بیا ژوند ورکول کېږي، خو غیر مسلمو د انسان له مرګ وروسته د بل ژوند اعتراف تراوسه پورې په ډاګه نه وو کړی. اوس یو شمېر غیر مسلمو ساینسدانانو له مرګ وروسته په ابدي ژوند اعتراف وکړ.
د مخه هم ساینسدانانو په دې اړه خپل نظرونه ورکړي وو، خو د ساینس په رڼا کې یې له مرګه وروسته د انسان ژوند نه و منلی. په واشنګټن کې د پوهنتون پروفیسرانو په دې اړه څېړنې وکړې چې په پای کې یې د انسان له مرګ وروسته د هغه په ژوند اعترا ف وکړ. په ساینسي دلایلو یې وښوده چې تر مرګ وروسته د انسان په بدن کې یو څه حجرې شته چې هغه پرې بیا ژوندی کېږي.
لکه څرنګه چې دا ساینسدانان د انسان تر مرګ وروسته ژوند ته قانع شول، که یې اسلامي مطالعه وکړه، دا به هم ورته ثابته شي چې په قبر کې حساب هم شته، تر بیا ژوندی کېدو وروسته به په دنیا کې د کړو اعمالو حساب هم ورسره کېږي.



