کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت د روزګان ولسوالۍ پخوانۍ ولسوال جمعه ګل د طالب جنګیالیو له لورې په دار وځړول شو.
د خاص روزګان ولسوالۍ اوسنۍ ولسوال محمد کریم کریمي د رسنیو له لارې د دغه ولسوالۍ د پخواني ولسوال په دار ځړېدل مني او وايي چې تېر ماخستن شاوخوا ۸بجې د افغان ځواکونو په یونیفورم کې طالب جنګیالیو له خپل کور څخه ایستلی دی، خو دی وایي چې د وژنې په اړه یې مالومات نه لري.
له بلې خوا د یادې ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي دي چې جمعه ګل تېر ماخستن د طالب جنګیالیو له لورې چې د افغان ځواکونو یونیفورم یې په غاړه وو، وړی دی.
یادې سرچینې همدا راز وویل چې د یادې ولسوالۍ یاد پخوانی ولسوال جمعه ګل شخه نومې سیمه کې چې د طالبانو په ولکه کې ده، ځړول شوی، او بیا نن سهار د کله خور سیمې ته لېږدول شوی او هلته ځړول شوی دی.
جمعه ګل پخوانی جهادي قومندان، د یادې ولسوالۍ مخکنۍ ولسوال او اوسمهال هم زیات نفوذ لرونکی دولتي سړی وو.


















