غزني: وسله والو نښتو کې ۱۱ عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۸) د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوسته بريد کړی، چې طالبان وايي د يو قومندان په ګډون ۱۲ عسکر يې وژلي دي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ مربوط د موسی والو په سيمه کې د دولتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړی، په ترڅ کې يې د پوستې قومندان (بشير) په ګډون ۱۲ تنه عسکر وژلي او يو تن يې ژوندی نيولی دی.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه بريد کې طالبانو اووه ميله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه پوځي مهمات هم نيولي دي.

که څه هم امنیتي مسئولين په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د غزني ولايت د رسنيو دفتر وايي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د وسله والو نښتو او امنيتي پېښو په ترڅ کې ۱۱ امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

له بله پلوه يوې امنيتي سرچينې په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه تاييد کړي او په وينا يې، چې سيمې ته په ورغلې کومکي قوه هم بريدونه شوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده، خو د دقيقو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو وايي، د کومکې قوې له قطار څخه يې يو ټانګ، يو رينجر موټر په بشپړه توګه ويجاړ کړي او اوو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button