د افغانستان ناشمېره دوستان او بې شمېره دښمنان

تبصره
څلور لسيزې وشوې چې افغانستان په جګړو کې ښکېل دى – د هر نظام له بدلون سره جګړه هم بدلېږي. په نوي تکتيک سره په افغانستان کې ولسي وګړي په جګړو کې وژل کېږي چې د دې انجړې مشوړې سر له افغان سياستوالو ورک دی.
که څه هم په افغانستان کې سياستوال نه ليدل کېږي، که څه سياستوال وو، هغه په يوه او بل نامه خپلو او پردیو ووژل. ځکه خو اوسنيو نظامونو کې هر مجرم په ډاډه زړه برخه اخلي، د يوه زعيم په توګه سر راپورته کوي، په نویو نویو پلمو خپل تېر جرمونه پټوي او افغان ولس د همدغو بې سريو له امله پرې د تپل شوې جګړې په اور کې سوځي.
له څلوېښت کالو راپدېخوا چې په افغانستان کې د کمونستانو د پليدې نظریې په سر راپورته کولو سره د وينو تويېدل پیل شوي دي، تراوسه لا د بې وزلو او بې دفاع افغانانو په وينو د جګړې څرخ څرخي. خو په ټوله نړۍ کې يو هېواد هم نه شته چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره قدم پورته کړي. مانا دا چې، په نړۍ کې افغانان هېڅ دوست نه لري چې شمار پرې وشي، او يو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره د افغانستان په ورانيو او تباهيو کې تر خپله وسه په مستقيمه او غير مستقيمه توګه ونډه اخلي.
که په افغانستان کې سالمه بهرنۍ پالېسي موجوده واى، يو نظام به هم بې دوسته شوی نه و. کومو هېوادونو چې افغانانو ته د دوستۍ په نامه ځانونه نږدې کړي دي، تر نورو هېوادونو یې له همدې دوستانو زيات تاوانونه وليدل.
دلته د افغانستان په دوستۍ او دښمنۍ کې د تاوانونو په اړه د مرحوم مولوي خالص يوه خبره راياده شوه – کله چې په کابل کې کورنيو جګړو زور واخیست، ګلبدين حکمتيار او استاد رباني دواړه د ارګ پر سر ښکر پر ښکر وو. حکمتيار د ننګرهار په قول اردو کې مولوي خالص ته د ليدنې بلنه ورکړه. د غرمې پر مهال، چې لا ډوډۍ نه وه خوړل شوې، حکمتیار مولوي خالص ته د خبرو په دوران کې لاس وراوږد کړ، ورته ویې وويل: راځه چې اتحاد سره وکړو او هېواد له جګړو وژغورو. مولوي خالص ترې لاس لنډ کړ، سر یې وخوځاوه، کړه یې: د هېواد د سمون په اړه قدم پورته کول غوره عمل دى، خو ستا سره په اتحاد کې نه؛ (تاسې سره چې چا اتحاد (دوستي) کړې، هغه تر دښمنۍ زيات تاوان ليدلی دی.)
له افغانستان سره روسانو او امريکا د دوستۍ غږ تر هر چا زيات پورته کړی دى او له همدې دواړو یې تر هر چا زيات تاوانونه وليدل. خو د افسوس خبره دا ده چې افغانستان ولې په نړۍ کې يو دوست نه لري او دښمنان یې بې شمېره دي.
په ۱۸٨٥ز کال کې، پر ”پنجده“ د روسانو او افغانانو بريدونه روان وو. بالاخره پنجده افغانانو ونيوله. خو افغانانو ”پنجده“ روسانو ته په دې شرط پرېښوده چې هيڅ وخت به پر افغانستان بريد نه کوي. افغانانو پنجده روسانو ته پرېښوده او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ تړون وشو.
همدا راز، افغانستان په ١٩٦١ز کال کې له سخت غربت سره مخ و. په نړۍ کې یې د امريکا تر جمهور ریيس، جان ايف کينیډي، بل غوره دوست نه لاره. خو همغې امريکا په افغانستان کې پای ته نه رسېدونکي جګړه پيل کړې او هره ورځ پکې افغان بې ګناه ولسي وګړي په شهادت رسېږي.
له دې دا څرګنده شوه چې د يو شمېر تېرو افغاني واکمنو د غلطو پالېسیو له امله افغانستان يو دوست نه لري چې شمير یې کړو، خو دښمنان یې بې شمېره دي.



