ډاکټرانو د یوه کس له خیټې ۲۶۳ سِکې او ۱۰۰ مېخونه راایستلي

هندوستان کې ډاکټرانو د یوه کس له خیټې ۲۶۳ سِکې، ۱۰۰ مېخونه، د وېښتو خرېیلو چاړې (شېونګ بلیډز) او د ښيښو کوچنۍ ټوټې راایستلې دي.

د هند د مدهیه پردېش ریاست ۳۲ کلن اوسېدونکي، مقصودخان، له ۳ میاشتو راهیسې په خېټه کې له درده شکایت کاوه او روغتون ته ولاړ. لومړی ډاکټرانو ورته وویل چې درد د خرابو او زهرجنو خوړو له امله ورته پیدا شوی دی. خو د اینډواسکوپي ټیسټ له کولو وروسته ډاکټرانو ته د خیټې د درد اصلي لامل معلوم شو.

 An X-ray shows the 7kg of metal in his gut

د اصلي لامل له معلومېدو وروسته ډاکټرانو د مقصود د خیټې عملیات وکړل – د مقصود خان له خېټې د ۷ کیلو ګرامو په وزن برابر شیان راووتل: ۱۰ یا ۱۲ د وېشتو خرېیلو چاړې، ۲۶۳ سکې، ۱۰۰ مېخونه او د ښیښو کوچنۍ ټوټې.

 The foreign objects laid out in a row

ډاکټران وايي چې د ناروغ محمد مقصود ذهني حالت سم نه دی او دا شیان یې له کورنۍ او ملګرو پټ تېرول، ”ځکه روغ کس هیڅکله داسې کار نه کوي.“

 The astonishing haul of metal in the man's stomach

د مقصود خان خپلوان وايي، نوموړي ریکشه چلوله او د سپرلیو لخوا ورکړل شوې سکې به یې تېرولې. د خپلوانو په خبره یې، ښايي مقصود د ذهني خفګان یا ډپرېشن په وخت کې له اوسپنې جوړ شیان له اوبو سره تېرول.

 The man is believed to have mental health problems

ویل کېږي، له عملیاتو وروسته د مقصود روغتیايي حالت له خطرې وتلی دی او وعده یې کړې چې بیا به داسې شیان نه خوري.

سرچینه: THE SUN

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button