«خلافت» پر تشو کورونو نه کېږي!/ هېواد ریان

د ننگرهار په خوږیاڼیو کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ خونړۍ جگړه روانه ده. حکومت تشې ډوزې ولي او د دواړو لوریو د مرگژوبلې خبرونه ورکوي، خلافتیان د فتحو(!) خبرونه د ننگرهار له هوايي ډگره په خپله ایف ایم راډیو کې خپروي او د افغان گوډاگي حکومت بهرني دوستان داعشیانو ته وسلې او خوراکي توکي له طیارو غورځوي.
دلته طالبان پر یوازې ځان د ټولو «داعشیانو، اربکیانو، امریکایانو، اردو او ملي امنیت»سره جگړه پرمخ بیايي او ټول یې شا تگ ته اړ کړي دي.
د داعش په دغه انډوخر کې د خوږیاڼیو خلک د پولۍ ټک ته کېناستل. د وزیرو د پیرهخېلو اباده او شنه سیمه پر کنډواله بدله شوه او د وزیرو په تنگي کې د افغان حکومت هوايي ځواکونو طالبان له دواړو لوریو کلابند کړل؛ خو لله للحمد الله جل جلاله بیا هم طالبانو ته بری ورکړ او دواړه ورته مات شول.
د داعش فېسبوکیان ټولو خوږیاڼیو ته کنځلې کوي او د خوږیاڼیو پر ښځو د ډوډۍ پخولو ارمان یې تراوسه په زړه کې پاتې دی. طالبان په پوره مېړانه په تش لاس جگړه کوي او داعشیان یې شا تگ ته اړ کړي.
همدغو طالبانو په تېرو پنځلس کلونو کې پر همدې سیمه واکمني وه؛ خو ټولې ترې سل کورنۍ هم نه دي وتلي؛ خو دلته د خلافت له وېرې زرگونه کورنیو ډکې مېنې پرېښودې او ددوی په خبره«د کفري نظام» تر واک لاندې سیمو ته یې کډه کولو ته مجبوره کړل.
د خلافت مدعیانو ته بغیر له دوی ټول خوږیاڼیوال مباح الدم ښکاري او وژنه یې جهاد في سبیل الله گڼي.
د خلافت مدعیانو په دې خبره سوچ ونه کړ، چې خلافت په تشو کورونو څه کوي، چې خلک یې له وېرې نورو سیمو ته کډه کېږي او دوی بیا هم ورته خوشحاله دي.
داعش په خوږیاڼیو کې څه غواړي؟
داعشیان د امریکا او افغان دولت سره په گډه پروژه کې غواړي چې خوږیاڼي هم حکومت ته لاس تړلي تسلیم کړي؛ څو د دوی د حکومت هر امر ته غاړه کېږدي او طالبان له سیمې اوباسي.
داعشیانو له دې وړاندې ورته لوبه په شینوارو کې هم وکړه او د حکومت له ولکې وتلې سیمې یې بېرته د حکومت په واک کې ورکړې او خپله یې پښې سپکې کړې.
په خوږیاڼیو کې داسې سیمې هم شته، چې په تېرو شپاړس کلونو کې نه حکومت ورغلی او نه یې بهرني انډیولان؛ هلته یوازې طالبان حاکمیت لري او خلک ټولې ستونزې په طالبانو حل کوي.
«اتمري لنډهغر» غواړي دغه لوبه خوږیاڼیو کې هم وکړي او وزیر، پیرهخېل، خوزهخېل، بربهار، خوګی، کوزبهار، قیلغو، مېمله، خواران، بازیدخېل، کالهخېل، لوخۍ، لنډۍ، منډهچنار او د خوږیاڼیو ولسوالۍ هغه کلي د طالبانو له ولکې اوباسي پر کومو کلیو چې یې یوه نیمه لسیزه حکومت کړی.
په دې وروستیو کې طالبانو په خوږیاڼیو کې ځینې اصطلاحات هم پیل کړي وو او د معارف څارنه یې بېخي فعاله کړې وه. طالبانو ځینو لویو پروژو ته هم اجازه ورکړه او هلته یې د بیارغونې چارې گړندۍ کړې وې، چې د همدغو پرمختګونو یې نه حکومت ته خوند ورکړ او نه خلافت ته؛ نو ځکه یې یو ځل بیا په وسلهواله جگړه لاس پورې کړ.
د ننگرهار د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو ریاست وايي، ۸زره کورنۍ بېځایه شوي، چې دوی یوازې له ۵۰۰کورنیو سره په ډېره کمه اندازه مرسته کړې او پاتې خلک د خدای جل جلاله هیلې ته ناست دي.
همدا مهال د خوږیاڼیو د چمتلې، سره کلا او نورو سیمو کې خلک د یخنۍ په دې موسم کې په تشه بېدیا پراته دي او یوازېنۍ گناه یې داده چې خلافت نه مني او د اتمر له لنډه غرو یې کرکه کېږي.
داعشیان به ان شاء الله راتلونکو څو ورځو کې د خوږیاڼیو له ټولو سیمو وویستل شي او بېرته به د اسلامي امارت تر ولکې لاندې راشي.



