سرچينې: د کندهار والي له دندې ګوښه شوی، ارګ يې ګوښه کېدل رد کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۱) څو شيبې وړاندې داسې راپورونه ورکول شول، ګنې د کندهار والي زلمی ويسا په دغه ولايت کې د روانې سياسې غونډې سره په تړاو لرلو له دندې ګوښه شوی خو د ارګ د يوه وياند له لوري د هغه ګوښه کېدل رد شول .
اريانا نيوز ويلي و، چې نوموړی د ولسمشر له لوري د يادې غونډې د نه مخنيوي له کبله لرې کړای شوی دی.
ځينو سرچينو د نوموړي د ګوښه کېدو سربېره د دغه ولايت د امنيت رئيس د ليرې کېدو خبر هم ورکړی دی.
د طلوع نيوز خبريال کريم اميني په خپله فسبوک پاڼه د کندهار د والي له قوله ليکلي، چې زلمي ويسا د هغه د ګوښه کېدو په اړه بې خبري ښودلې خو زياتوي د ملي امنيت رييس تر دې دمه نه دی ګوښه شوی.
اوس تازه د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي يک تلويزيون ته د کندهار د والي او د امنيت ملي د رييس ګوښه کېدل رد کړي دي.
له تېرو دوو ورځو راهيسې په کندهار کې د حکومت پرخلاف د ولسي جرګې لسګونه غړي او يو شمير سياسي مشران راغونډ شوي وايي دغه ناسته يې د هېواد د روان بحراني حالت نه د وتلو په اړه رابللې ده.
وړمه ورځ د حکومت او بهرنيو ځواکونو له لوري کندهار ته د عطامحمد نور او د دوستم د ځوی د ورتګ مخه ونيول شوه.
د جمعې په ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون په ګډون د دغې جرګې لسګونه غړو حکومت ته ۱۲ ساعته وخت ورکړ، څو عطانور، باتور دوستم او نور سياستوال دغې غونډې ته د ګډون لپاره ورپرېږدي.
خو د ۱۲ ساعتونو په تېرېدو تر دې دمه د غونډې جوړوونکو او يا برخوالو بيا ځل کوم غبرګون نه دی ښودلی.


