د اذربايجان او افغانستان تر منځ پنځه بېلابېل تړونونه لاسليک شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۱) د افغانستان او اذربايجان تر منځ د اسيا زړه- استانبول پروسې په اوومه ناسته کې په بېلابېلو برخو کې پنځه تړونونه لاسليک شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغه تړونونه د بهرنيو چارو د وزير او د ماليې د وزير له لوري د اذربايجاني چارواکو سره لاسليک شوي دي.

د سرچينې په وينا، دغه تړونونه په بېلابېلو برخو لکه د ښوونې او روزنې، د لوړه زده کړو، د هوايي چلند، کرنې، اقتصاد، د سوداګرۍ او ترانسپورت په برخو لاسليک شوي دي.

د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د ماليې د وزير اکليل حکيمي، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د اذربايجاني چارواکو تر منځ دغه تړونونه لاسليک شول.

د دغو موافقو له لاسليک وروسته د اذربایجان جمهورريس الهام علي اوف په يوه خبري غونډه کې وویل: د لاجوردو لاره د دواړو هېودونو او سيمې د اقتصادي ودې لپاره مهمه ده او زياته يې کړه چې د دواړو هېوادونو، مرکزي اسيا او اروپا تر منځ د اوسپنۍ د پټلۍ جوړول ډېر مهم او ګټور دي.

په خبره يې، له ولسمشر غني سره يې د دوه اړخيزو سوداګرۍ پر زياتېدو، په افغانستان کې د اذربایجان د دولتي او خصوصي کمپنيو د پانګونې په اړه هم خبرې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button