له استعماره تر استحماره

ډاکټر آصف
پخوا چې انګلیسانو د نړۍ د هیوادونو د استعمارولو په موخه خپلې لښکرې د نړۍ مختلفو هیوادونو ته سوق کولې او بې شمیره هیوادونه یې تر ستوني تیرول، نو نړیوالو ورته د استعمار نوم ورکاوه.
د انګلیسانو د استعمار اصول داسې وو چې یو هیواد به یې د جنګ له لارې په زور ونیو او د هغه هیواد پر خلکو به یې د خپل قانون او خپل حکومت په رڼا کې مظالم ترسره کول، او د حکومت لوړ پوړي چارواکي به یې هم پخپله انګلیسان وو، د نیول شوي هیواد خلکو ته به یې یواځې د دوی د خدمت کولو په پوستونو کې د کار فرصت برابراوه، پدې معنی چې انګلیسانو به پر مستعمره هیواد خپل حکومت کاوه او د هیواد وګړي به د دوی خدمتګاران وو او یواځې د دوي په چوپړ به اخته وو.
خو نن سبا د امریکا د استعمار بڼه د انګلیستان د استعمار له بڼې سره توپیر لري. د امریکا د استعمار اصول بیا داسې دي چې هیوادونه په زور ایل کړي خو بیا په مستقیم ډول پخپله پر نیول شوي هیواد حکومت نه کوي، بلکه چارواکي استحمار کړي د حکومت واګي هغوی ته په لاس ورکړي خو د پردې تر شا امریکا حکومت چلوي، او د نیول شوي هیواد د حکومت په ګدۍ هغه څوک سپاره کړي چې په پټو سترګو یې امر او نهی مني، او د هیڅ ډول استعماري اصولو په وړاندې دلایل نه وایي، په دې معنې چې لومړی د دغه مستعمره شوي هیواد چارواکي استحمار کړي او بیا یې هیواد استعمار کړي.
همدا لامل دی چی انګلستان په ټوله نړۍ کې ماتې وخوړه ځکه چې هیوادونه یې استعمار کړي وو خو د مستعمره شوي هیواد چارواکي یې نه وو استحمار کړي نو ځکه یې پر وړاندې چارواکو او عامو وګړو په ګډه د استعمار په وړاندې تورې ته لاس کړ او د انګلیسانو ټغر یې له خپلو هیوادونو نه ورټول کړ او انګریزان یې د خپل هیواد انګلستانه پورې یو ځل بیا محدود کړل، خو کتل کیږي چې امریکا ورځ تر بلې د استحمار په واسطه هیوادونه استعمار کوي او تر ستوني یې تیروي چې نن ګورو د همدې شیطاني طریقې په واسطه یې ډیری هیوادونه استعمار کړي او چارواکي یې استحمار کړي، او ښه په آرامه پر خلکو او مستعمرو خپل حکومت چلوي.
ټول مستعمره هیوادونه باید ویښ شي او باید ځانونه پر دې وپوهوي چې له امریکا څخه د خپلو هیوادونو د خلاصون طریقه یې داده چې په لومړي سر کې د خپلو استحمار شویو چارواکو چاره وکړي او په تعقیب یې بیا د امریکا پر خلاف همغه ډول مقابله پیل کړل چې نیکونو یې د انګلیسانو پر وړاندې ترسره کړې وه.
او تر هغې چې خپل استحمار شوی چارواکي یا له تیغه تیر نکړي او یا یې د استحماریت له منګولو راونه باسي ستونزمنه ده چې خپل هیوادونو د امریکا له دې ماډرن استعمار نه وژغوري.



