يوناما: هوايي بريدونو ملکي مرګ ژوبله زياته کړې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۴) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يوناما وايي، چې د ګډو ځواکونو په زياتېدونکو عملياتو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

يوناما په يوه تازه راپور کې ويلي، د روان کال د تېرو ۹ مياشتو په موده کې ۲۰۵ ملکي خلک وژل شوي او ۲۶۱ نور ټپيان دي، وايي تېر کال د همدې مودې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو دغه تلفات ۵۲ فيصده زيات شوي دي.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۷م په لومړنیو شپږو مياشتو کې ۵۴ ملکي کسان د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې او شل تنه د افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.

راپور زياتوي، د روان کال له جنورۍ مياشتې بيا د سپتمبر تر وروستۍ نيټې پورې ټول ۲۶۴۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۳۷۹ نور ټپيان دي.

يوناما په دغې تلفاتو کې ۲۰ سلنه مرګ ژوبله افغان ځواکونو ته منسوب کړې او ۶۴ مخالفو وسله والو ډلو ته.

د راپورونو له مخې په تېر کال کې بهرنيو ځواکونو يواځې ۱۰۴۷ هوايي بريدونه کړي و، په داسې حال کې چې د سږ په اتو مياشتو کې ۲۲۴۴ هوايي بريدونه کړي، چې څو چنده زياتوالی ښيي.

افغانستان کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې دغه زياتېدونکې بمبارۍ د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې يوه برخه ده، زياتوي چې يواځې په اګست مياشت کې يې ۷۵۱ هوايي بريدونه ترسره کړي دي.

ټرمپ د افغانستان په اړه د نوې ستراتيژۍ په اعلانولو سره د امريکايي ځواکونو صلاحيتونه ډير کړل او پر هغوی لګېدلي بنديزونه يې کم کړل.

د بهرنيو ځواکونو د عملياتو او هوايي بريدونو په زياتېدو سره د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم څو چنده ډېره شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button