د اسلامي همکاريو سازمان قدس شريف ته د امريکايي سفارت پر انتقالولو ګواښ کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ليندۍ ۱۴) د اسلامي همکاريو سازمان (او ای سي) ګواښ کړی، که امريکا شرقي بيت المقدس ته د سفارت د انتقالولو پريکړه وکړي، نو دوی به له امريکا سره اړيکې پرې کړي او بېړنۍ ناسته به راوغواړي.
د اسلامي همکاريو سازمان په تازه راپور کې راغلي، که هر هېواد قدش شريف ته د خپل سفارت انتقالولو پريکړه وکړه نو د اسلامي همکاريو سازمان ۵۷ غړي هېوادونه به ورسره خپلې اړيکې غوڅې کړي.
څو ورځې مخکې د ځينو امريکايي چارواکو له قوله راپورونه ورکړل شول، ګنې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي خپل سفارت له تل ابيت څخه قدس ته منتقل کړي او هغه د اسراييلو پايتخت اعلان کړي.
اوس مهال د ټولو هېوادونو سفارتخانې په تل ابيب کې دي، خو د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال ژمنه کړې وه، که ولسمشر شي نو د امريکا سفارتخانه به قدس شريف ته انتقال کړي.
د امريکايي چارواکو په دغه ډول څرګندونو سره په فلسطين او ټوله اسلامي نړۍ کې غبرګونونه راپارېدلي او دغه سازمان ويلي د ټرمپ د پريکړې سره سم به د ۵۷ اسلامي همکاريو سازمان د غړو هېوادونو بېړنۍ غونډه هم راوبلي.
خو د تازه ورکړل شوي راپور پر اساس ټرمپ اوس مهال له دغې پريکړې تېر شوی او سپينې ماڼۍ وياند هوګان ګيدلي رسنيو ته وويل، ولسمشر ټرمپ تر اوسه په دې اړه نهايي پريکړه نه ده کړې، خو په راتلونکو ورځو کې به وشي.
په ۱۹۹۵کال کې د امريکا کانګريس يو قانون تصويب کړ، چې له مخې يې قدس شريف د امريکا پلازمينه بلل شوې ده، له هغې وروسته په امريکا حکومت لازم ګرځول شوي چې د قدس شريف د اسراييلو رسمي پايتخت وبلل شي او هلته د سفارت پر انتقالولو خپلې هڅې روانې وساتي، د قانون له مخې بايد هرو شپږو مياشتو کې ولسمشر قدس شريف ته د سفارت پر انتقالولو نظر ورکړي، چې سفارت انتقال شي او که وځنډول شي.



