ملګري ملتونه: په هېواد کې ۱۲ لکه افغانان بې ځايه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۶) ملګري ملتونه وايي، يواځې په تېر اکتوبر مياشت کې د جګړو له کبله ۳۶۰زره کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي، زياتوي اوس مهال تر ۱۲ لکه افغانانو خپل کورونو پرېښي او نورو سيمو ته کډه شوي چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د اسيا لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياندې دنيا اسلم خان وویل: نړۍ کې د مهاجرتونو او کډوالۍ زياتېدونکي ناورين افغانستان له ياده ويستلی او پکار ده چې نړيواله ټولنه په دې برخه کې افغانستان ته پاملرنه وکړي.
په خبره يې اوس مهال په نړۍ کې ۲۲ لاکه افغانان په مهاجرت کې ژوند کوي، چې ډیری يې په پاکستان او ايران کې دي.
هغې اشنا راډيو ته وويل: د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره UNHCR د خرابو امنيتي حالاتو له کبله نه شي کولی لرې پرتو سيمو ته مرستې ورسوي.
د ملګرو ملتونو ادارې له لوري په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي، په روان کال کې څه باندې ۵۶۰زره افغان کډوال له پاکستان او ايران څخه راستانه شوي چې له نړيوالې ټولنې نه يې هغوی سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
راپور زياتوي، افغانستان کې په سلو کې ۳۹ سلنه وګړي لاهم په بې وزلۍ کې ژوند کوي او شاوخوا لس ميليونه وګړي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
ولسمشر اشرف غني په خپلو ټاکنيزو منډو ترړو کې ژمنه کړې وه، چې د حکومت په لومړنيو درو مياشتو کې به د سولې او امنيت د ټينګښت، حکومتولۍ، اقتصادي وضعيت کې به بدلون راولي.
خو اوس چې د ملي يووالي حکومت نږدې درې کلونه پوره شوي امنيت خراب شوی، د خلکو اقتصادي وضعيت ښکته شوی، په داخل کې د امنيت او جګړو له کبله دولس لکه افغانان کډوال او تر يو ميليون زيات بهرنيو ملکونو ته تللي دي.



