امریکا قدس ته تر ۶ میاشتو پورې خپل سفارت نه لیږدوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۶ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې امریکایي ولسمشر بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومانه او هلته یې د خپل سفارت د لیږد فرمان صادر کړ، تازه خبر دادی چې د دې هیواد ولسمشر هم د پخوانیو امریکایی ولسمشرانو لاره تعقیب کړې او د سفارت د لیږد فرمان یې تر ۶ میاشتو پورې ځنډولی دی.
د یهودي رژیم د پلازمینې په اړوند چې د تلابیب پر ځای به قدس و لیږدول شي له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي، ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، روسیې، چین، ایران، سعودي، ترکېې افغانستان او ګڼو هیوادونو دا پریکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی چې د امریکا دا پریکړه به په منځني ختیځ کې سختو شخړو او ناکراریو ته لمن ووهي
امریکایي کنګرې په ۱۹۹۶ کې یو قانون تصویب کړ چې د امریکا سفارت به له تلابیب څخه بیت المقدس ته لیږدوي، تر هغه وروسته هر ولسمشر له خپلو اختیاراتو څخه په استفادې سره دا فرمان ۶ میاشتې ځنډولو ترڅو په سیمه کې وضعیت وڅاري.
ټرمپ ویلي، تر مامخکې ولسمشران له ماڅخه هوښیار او پوه خلک و او داچې هغوی دومره موده تمدید کوله زه هم داچاره ترسره کوم.
سرچینو ویلي چې امریکا په رسمي توګه قدس د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه منلی خو د سفارت انتقال به له ۶ میاشتني غور او څیړنو وروسته ترسره کوي.
امریکایي چارواکي وایي چې، ښایي د سفارت بشپړ انتقال ۳ کاله وخت نور هم ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن ویلي چې د سفارت د انتقال لومړني پړاوونه پیلوي او داچې په څومره وخت کې به داچاره بشپړه شي ښایي کلونه وخت واخلي.
د منځني ختیځ ځینې شنونکي وایي ښایي امریکا د نړیوالو توندو غبرګونونو له امله چې ښایي په سیمه کې ورته ستونزې جوړې کړي د سفارت لیږد ځنډولي وي.
د یادونې وړ ده چې په نړیواله سطحه د ټرمپ دپریکړې د غندلو سربیره په غزه، لبنان او ترکیه کې زرګونه خلکو لاریونونه هم ترسره کړي دي.
پر همدې مهال د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیة د یهودي رژیم پرضد وسلوالې مبارزې غوښتنه هم کړې ده



