د حماس ډلې مشر: د امریکا پرضد د وسلوال پاڅون تابیا لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۶ فرید افغان)
د ټرمپ تر اعلان وروسته په نړیواله کچه له سختو غبرګونونو وروسته اوس خبره تر ګواښونو رسیدلې ده، د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیة څو شیبې وړاندې په یوه خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ چې د یهودي رژیم پرضد به لوی پاڅون ترسره کړي.
هنیة زیاته کړه چې، د امریکا لخوا دا اقدام د یوه پروګرام تر مخه ترسره شوي، او زیاته یې کړه چې امریکا په لوی لاس ټول تعهدات تر پښو لاندې کړل او د سولې او روغې جوړې ټول پروګرامونه قبر ته ولویدل.
د حماس مشر زیاته کړه، د اسرایلو په نوم کوم دولت اصلا وجود نه لري چې امریکا غواړي پایتخت یې په رسمیت وپیژني، د ده په وینا؛ دا امریکا چې خپل ځانته هم پلازمینه ټاکي او هم سفارت.
د نوموړي په خبره، القدس لویدیځه او ختیځه برخه نه لري چې له چا سره یې وویشو قدس یو ښار دی او د فلسطیني دولت برخه ده.
نوموړي له امریکا وغوښتل چې له اسرایلي نیواکګرو څخه دې ملاتړ نه کوي او زیاته یې کړه چې که امریکا په دې توګه غواړي چې زموږ ملت به د یهودو غلامي ته اړ باسي دا هیلې به یې پوره نه شي.
نوموړي پر عرب هیوادونو هم غږ وکړ چې د قدس په اړه دې غونډه راوبولي او د یهودي رژیم پرضد دې یوموټي شي.
اسماعیل هنیة خبرداری ورکړ چې سر له سبا ورځې به د یهودي رژیم پرضد وسلواله مبارزه پیلوي ځکه په وینا یې چې د کامیابي یواځنۍ لاره یې وسلواله مبارزه ده او نور د سولې په نامه په بیځایه خبرو وخت نه ضایع کوي.
نوموړي زیاته کړه چې په پام کې لري په لنډ وخت کې د فلسطین په کچه ټول نفوذي مشران راوبولي او د ګډې جرګګۍ له لارې یې وسلوالې مبارزې ته وهڅوي.
د یادونط وړ ده چې فلسطینیانو د اسرایلو پر ضد ۳ ځله باڅونونه کړي دي چې لمړی ځل په ۱۹۸۷ کې د تیږو، ډبرو په توسط مبارزه وه، دوهم ځل په ۲۰۰۰ کال کې او دریم وار هم په ۲۰۱۵ کې چې زرګونه فلسطینان پکې ووژل شول



