دولسمشر ټرمپ وروستۍ پریکړی مسلمانان وننګول

لیکنه:عطاءالله مبارز
دامریکاولسمشرډونالډټرمپ تیره شپه اشغال شوي بیت المقدس داسرایلو پلازمینه اعلان کړه او له تل ابیب څخه یې بیت المقدس ته دامریکادسفارت دانتقالولو امروکړ بیت المقدس دمسلمانانو لومړی قبله ده اومسلمانان ورته دمکي معظمی اومدینی منوری څخه وروسته ددریم سپیڅلی مقام په حیث درناوی لري ټرمپ په دې جنجالي پریکړه دمسلمانانو اویهودیانو ترمینځ په روان کړکیچ کې یونوی باب پرانیست هغه کړکیچ چې له تیرو څولسیزو راهیسې روان ده اوپه لسګونه زره فلسطینیان پکي شهیدان شوي اوټپیان شوي دټرمپ وروستۍ نارواپریکړې دنړۍ دټولو مسلمانانو غوصه راپارولی اوپه لبنان او عمان کې دقهرجنو مظاهره چیانو لخوا دامریکا سفارتونو ته اوراچول شوی اویاده لړۍ په چټکۍ مخ په پراخیدو ده له بل طرفه دفلسطین دمقاومت تحریک حماس داسرایلو سره دامن موقتي معاهده ماته کړه او له اسرایلو اوامریکاسره یې دجهاد په دوام ټینګار وکړ، پاکستان، ترکیې او ایران هم دامریکا دولسمشر وروستۍ پریکړه غندلې اودپایلو په اړه یې خبرداری ورکړی سباجمعه دفلسطین په شمول دنړۍ په ډیرو اسلامي هیوادونو کې دپراخه لاریونونو دکیدو امکان ده اوپه ټولنیزو رسنیو ورته سرله اوسه په ډیرې تیزۍ کمپاین روان ده له دې څخه معلومیږي چې دټرمپ وروستۍ پریکړې مسلمانان وننګول اوخپل مسؤلیت ته یې متوجه کړل دقدس شریف دآزادۍ اوداسلامي امت داتحاد اودتیربرم داعادی په هیله



