د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو د ټرمپ د  پریکړې پر ضد خپله ژوره کرکه څرګنده کړه

 

ډاکټر آصف

تیره ورځ جمعه د زیاترو اسلامي هیوادونو پلازمینې د ټرمپ پر ضد د سختو لاریونونو شاهدې وې چې تر ټولو ستر لاریونونه په جاکرتا، کولالمپور، اسلام اباد او واشنګټن کې ترسره شول.

د نفوسو له مخکې جاکرتا د اسلامي هیوادونو تر ټولو پرنفوسه پلازمینه ده، د امریکا د سفارت مخکې ته په زرګونو خلک په لاریون شریک وو،

د لاریونو ګډونوالو د ټرمپ د فیصلې پر ضد د غندنې شعارونه ورکړل، لاریون کوونکو یو شمیر لوحې له ځانونو سره پورته کړې وې چې پرې لیکل شوي وو: قدس هیڅکله د اسرائیلو پلازمینه نشي جوړیدای، مونږ د فلسطین د خلکو ملاتړ کوو.

لاریون کوونکي چې سخت په غوصه وو وویل چې قدس شریف به د تل لپاره اسلامي او عربي ښار وي، او دا د فلسطین تلپاتې پلازمینه ده.

د مالیزیا په پلازمینه کولالمپور کې هم د دغه هیواد د ورزش وزیر خیری جمال الدین هم د زرګونو لاریون کوونکو مشري کوله او په زرګونه خلکو د امریکا د سفارت مخې ته خپله کرکه څرګنده کړه.

لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې: ژوندی دې وي اسلام، برباد دې وي اسرائیل، لاریون کوونکو له ځانونو سره هغه لوحې لیږدولې چې پرې  لیکل شوی وو: له یهودو پاک فلسطین غواړو ، او قدس شریف د فلسطین پلازمینه ده.

د سپورت وزیر وروسته له هغې چې د امریکا سفارتخانی ته یې خپل له کرکې څرګندولو ډک لیک وسپارو، خلکو ته په خطاب کې وویل چې: د ټرمپ اعلان هیڅ قانوني حیثیت نه لري، بیت المقدس اشغال شوې سیمه ده، ټرمپ آن د دې حق هم نه لرې چې بیت المقدس کې قدم هم کیږدي، وزیر جمال الدین زیاته کړه چې ټوله نړۍ به د امریکا پر ضد یو موټي پاڅون وکړي.

په پاکستان کې هم زرګونو خلکو په مختلفو ښارونو کې په ځانګړې توګه په پلازمینه اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او پیښور کې تر ټولو ستر لاریونونه تر سره کړل، ټولو په یوه غږ د بیت المقدس په ااړه د ټرمپ اعلان په کلکه وغندلو.

د پاکستان حکومت هم د امریکا د متحده ایالاتو نه غوښتنه وکړه چې په خپلې پریکړې کې دې له سره کتنه وکړي، ځکه چې دا پریکړه د بیت المقدس قانوني او لرغونی وضعیت ته زیان رسوي.

په ترکیه کې هم په زرګونو لاریون کوونکو په استامبول کې د امریکا د قنصلګرۍ مخې ته لاریون وکړ، او د ټرمپ پریکړه یې یوه منحوسه پریکړه وګڼله، لاریون کوونکو شعارونه پورته کړې وو چې پری لیکل شوي وو چې: د اسرائیلو اشغال نور نه منو، او په سیمه کې د امریکا د منفي سیاستونو پر ضد یې شعارونه ورکول او د ټرمپ وروستۍ پریکړه یې د ټرمپ وحشت وګڼلو.

د امریکا شیکاګو ښار هم سره له دې چې سخته یخني وه د ټرمپ د پریکړې پر ضد تیره ورځ د پراخو لاریونونو شاهد و چې د شیکاګو له مرکز څخه په سلګونو لاریون کوونکې راووتل، چې بیا وروسته پراخو واټونو ته روان شول، او د فلسطینیانو بیرغونه یې پورته کړې وو،

لاریون کوونکو یو شمیر بینرې هم پورته کړې وې چې د امریکا او اسرائیلو نه یې غوښتنه کړې وه چې باید د بیت المقدس نه لاس واخلی.  ځینو دا شعارونه هم ورکړل چې باید ټرمپ له دې غیر منطقې پریکړې وروسته استعفا ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button