د امریکایي ولسمشر د پریکړې په غبرګون د هیواد په ګڼو ولایاتو کې لاریونونه وشول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۷ ) راپورتاژ : فرید افغان
د امریکایي ولسمشر دونالډټرامپ د پریکړې په غبرګون کې چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمینې په توګه ومانه او پدې توګه یې قدس ته د خپل سفارت د لیږد رسمي اعلان وکړ د نړۍ په زیاترو هیوادونو کې غبرګونونه راوپارول.
نن د ‹‹جمعې›› په ورځ په فلسطین ، ایران، افغانستان او د عربي نړۍ په ځینو هیوادونو کې کې سلګونه زرو قهرجنو لاریونوالو د امریکا او یهودي رژیم پرضد شعارونه ورکړل.
ځینې راپورونه وایي چې د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او د غزې په تړانګه کې تر سلو ډیر کسان د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو په ډزو ټپیان شوي دي
نن د جمعې له لمانځه وروسته د پلازمینې کابل په ګډون د هیواد په یو شمیر ولایاتو کې زرګونو لاریونوالو د ‹‹مرګ پر امریکا، مرګ پر اسرائیلو›› شعارونو په ورکولو سره د امریکایي ولسمشر هغه پریکړه وغندله چې د مسلمانانو لومړۍ قبله یې د یهودانو د پلازمینې به توګه تائید کړه.
په کابل، پکتیا،ننګرهار، بدخشان، زابل، بغلان، تخار او ګڼو نورو ولایاتو کې قهرجنو لاریونوالو د امریکایي نیواکګرو دا کړنه د نړیوالو قوانینو نه سرغړاوی وباله او له ګډحکومت نه یې وغوښتل چې د قدس په پیښه له امریکا سره خپلې ټولې اړیکې ختمې کړي.
لاریونوالو د افغان حکومت مشران وننګول چې که په رښتیا هم د مسلمه امت د لومړۍ قبلې غم ورسره وي نو له امریکا سره دې شوی امنیتي تړون لغوه کړي او د دې هیواد نظامي حضور ته دې د پای ټکی کیږدي.
په پلازمینه کابل کې زرګونو تنو ښاریانو د جمعې د لمانځه د اداکولو وروسته لوی لاریون وکړ.
دوی د امریکا پرضد شعارونو سربیره د امریکا بیرغ او د ټرمپ جوړه شوې مجسمه په اور وسوځوله.
د لاریون یو ګډونوال او په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازي شهزاده شاهد وویل چې افغانانو ته د امریکا دا پریکړه د منلو نه ده اوپه خبره یې چې افغانان د فلسطیني ولس سره په دې غم کې ځان شریک بولي.
د لاریون یوه بل ګډونوال او د کابل د ولایتي شورا رئیس رحیم الله مجاهد په خپلو خبرو کې وویل چې قدس شریف د فلسطیني ولس پلازمینه ده او د نړۍ مسلمانان ورته د سرې کرښې په سترګه ګوري.
د دې لاریون د ترتیبونکي ټیم مشر او د نهضت اسلامي رئیس مولوي مختار مفلح زیاته کړه چې امریکا ته په کار ده چې خپله پریکړه بیرته واخلي او کنه نو یوځل بیا به د وخت یو صلاح الدین ایوبي دا خاوره د یهودي رژیم له ناولیو لاسونو آزادوي.
په آخر کې لاریون والو یوه قطعنامه صادره کړه چې په کې له حکومت غوښتل شوي و چې له امریکا سره خپل ټول سیاسي، اقتصادي، نظامي روابط قطعه او د هغه هیواد سفارت وتړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې وسلوالو طالبانو، ګډحکومت، سیاسي ګوندونو او بیلابیلو بنسټونو په جلا جلا توګه د امریکا دا پریکړه غندلې او امریکایي په منځني ختیځ کې د شخړو په پنځولو تورنه کړې وه
په نړیواله سطحه د ټرمپ دپریکړې د غندلو وروسته نن د جمعې په ورځ د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې سلګونه زره خلکو د دې پریکړې پرضد لاریونونه ترسره کړي دي.
باید وویل شي چې د امریکا د پریکړې تر صادرولو وروسته د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیة د یهودي رژیم پرضد وسلوالې مبارزې د بیا پیل ګواښ هم کړی دی.


