غزني: طالبانو د پوستې د نیولو ترڅنګ ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۸ فرید افغان)

راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې په یوه برید کې یوه مهمه پوسته نیولې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
سیمیزې سرچینې وایي چې یاده پوسته د سرکي خیلو سیمه کې شتون درلود او تیره شپه ۱۲ بجې د طالبانو په یوه برید کې سقوط شوه.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې برید کې یې ۱۵ افغان عسکر وژلي او د هغوی یو شمیر مهمات یې له ځان سره وړي دي.
طالبانو منلې چې په دې جګړه کې د دوی یو ملګری هم وژل شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button