قدس په هکله د حرمینو امامانو څه غبرګون وښوده؟

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۸ فرید افغان)
تیره ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته په ټوله نړۍ کې په میلونونو مسلمانانو پراخې مظاهرې وکړې او د مسلمانانو دوهمه قبله بیت المقدس یې د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه اعلانول وغندل او له امریکا یې وغوښتل چې خپله پریکړه بیرته واخلي.
لاریونونه له افغانستان، بیا تر ترکیې او ایرانه، همداراز له سومالیا، مالیزیا آن د امریکا تر ځینو ایالتونو پورې ترسره شول.
خو د لاریونونو په اړه د سعودي عربستان څخه کوم خبر وجود نه درلود.
که څه هم د نړۍ د مظلومو مسلمانانو ستر ګې د دوو سپیڅلو ځایونو (مکې مکرمې او مدینې منورې) د امامانو په خطبو نغښتې وې خو د عادت تر مخه هغوی داځل هم دا مسئله عادي وګڼله او د حکومت له خوا په ورکړل شوې موضوع وغږیدل.
د حرم مکي ‹‹مسجد حرام›› امام د ‹‹تعاقب الفصول الاربعة›› د کال د څلورو فصلونو په پرلپسې راتګ وغږیده
اود حرم مدني ‹‹مسجد نبوي›› امام د پرون ورځې د خطبې او تقربر موضوع د‹‹برالوالدین›› د مور اوپلار سره په نیکي کولو راڅرخیده .
دواړو امامانو د مسلمانانو د پخوانۍ قبلې‹‹بیت المقدس›› موضوع ته آن اشاره هم ونه کړه او همداسې ترې تیر شول.
چې د خواله رسنیو کې یې سخت غبرګونونه راوپارول.
ځینې عربانو پر ټویټر لیکلي چې د مسجد حرام امام د نړۍ له مسلمانانو هم نه شرمیږي چې هغوی لارو کوڅو ته راوتلي او دوی آن په یوه وینا کې د دې موضوع د غندلو وس نه لري.
ځینو ویلي چې د عربو له حاکمانو وروسته د سپیڅلو ځایونو امامانو هم د امریکا د غلامۍ طوق غاړې ته واچاوو او د څه ویلو جرئت نه لري.


