راحله سليم: ولسمشر غني د نظامي فابريکې دولتي ځمکه په اغاخان پلوري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۸) په ولسي جرګه کې د پنجشير استازې وايي، ولسمشر غني په پلان کې لري چې کابل کې د نظامي فابريکې ځمکه په اغان وپلوري.

قاضي راحله سليم رسنيو ته ويلي، ولسمشر غني غواړي د کابل له پل آسمايي څخه نظامي فابريکه پلچرخي ته ولېږدوي او ځمکه يې په اغاخان وپلوري.

د پل اسمايي په سيمه کې د هېواد په کچه لومړنۍ نظامي فابريکه چې ۱۳۰ کاله وړاندې په ۱۲۶۶ هجري شمي کې د امير شيرعلي خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده.

په دې نظامي فابريکه کې به غټې وسلې (توپونه) باروت او نور نظامي توکي توليدلېدل، مګر اوسمهال د ملي اردو د تخنيکې روزنې لپاره ترينه استفاده کېږي.

د ولسې جرګې غړې راحله سليم جمهور اژانس ته ويلي، د فابريکې د انتقال ټولې چارې بشپړې شوي او که مخنيوی يې ونه شي، ډېر ژر به ولسمشر دغه ځمکه په اغاخان وپلوري.

د هغې د معلوماتو له مخې، ولسمشر په پلان کې لري چې د دغې ځمکې د خرڅولو پيسې په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتي کمپاين کې ولږوي.

د هغې په وينا، د دغې ځمکې پيسې د هغه د انتخاباتي کمپاین ډېره برخه ډکولی شي.

د پل اسمايي په سيمه کې دغه نظامي فابريکه په څو جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې د هر جريب قيمت يې يې ميليونونه افغانۍ کېږي.

زياتوي، ولسمشر له څو تنو سره د يادې ځمکې د پلورلو خبره روانه کړې ده.

په خبره يې، ولسمشر په دې بهانه چې د ښار په داخل کې د فابريکې فعاليت ګټور نه دی، غواړي له ښاره يې ليرې ولېږدوي، غواړي دغه ځمکه غصب او وپلوري.

هغه وايي، که د دغې فابريکې ماشينونه او نور توکي پلچرخي ته انتقال ښايي له کاره ولوېږي زياتوي چې دا د هېواد سره لوی خيانت دی.

نوموړې د ولسي جرګې په غړو غږ کړی، چې د دغې فابريکې د ويجاړۍ او د ځمکې د پلورولو مخه دې ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم د ولسي جرګې يو شمير غړو تور پورې کړی و چې ولسمشر غني خپل اعتمادي او نږدې کسان په ګمرکونو کې ګمارلي ترڅو د راتلونکې انتخاباتو لپاره پيسې راټولې کړي.

تر دې مخکې هم يو شمير دولتي چارواکي د دولتي ځمکو په غصب تورن شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې د ولسي جرګې د استازي له لوري په ولسمشر دغه ډول تور لګول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button