د امنیت شورا ټولو غړو د امریکا پریکړه وغندله

کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۱۸ فرید افغان)
تیره ورځ د امنیت شورا ټولو غړیو په یوه ناسته کې د قدس پر مسئله غبرګون وښوده.
غونډې ته د امریکا او اسرایلو استازو له ځان څخه دفاع وکړه او نورو پرې سختې نیوکې درلودې.
د امنیت شورا د نیمایي غړیو له خوا دا غونډه رابلل شوې وه چې ټولو غړیو پر امریکا نیوکه وکړه.
«نیکلای ملادینوف» چې د غونډې مشري یې کوله وویل چې باید دا پریکړه د دواړو دولتونو په خوښه شوې وای او امریکا هیڅ حق نه درلود چې پکې لاسوهنه وکړي.
د مصر نماینده «عمرو ابوالعطاء» وویل چې قدس هماغسې اشغال ده او د امنیت شورا د پریکړو پر اساس تر لسو کلونو پورې د دې اقدام جرم دی.
نوموړي زیاته کړه چې، پدې اړوند ګام ایښودل خطرناک عواقب لري.
د بریتانیا استازي «متیو رایکرافت» بیا څرګنده کړه چې د قدس په مسئله کې د امریکا لار نه تعقیبوي او په خبره یې چې دا چاره باید دمذاکراتو له لارې پلې شوې وای
د فرانسې استازي «فرانسوا دلاتره» وویل چې د امریکا دې غیر قانوني پریکړې د امنیت شورا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او دا پریکړه خطرناکه بولي.
د چین نماینده هم د امریکا پر دې اقدام اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې وضعیت له نږدې څاري.
د روسیې استازي «واسیلی نبنزایا» ویلي چې امریکا باید وضاحت ورکړي چې امریکا دا پریکړه د کوم منطق پر اساس وکړه.
د امریکا استازې نیکې هیلي ويلي چې امریکا نه غواړي اسرایل نور د سولې په نوم وغولول شي او دا پروسه یې آن په ۱۹۹۵ کې لاسلیک کړې وه چې د حکومتونو له خوا حالاتو ته په کتو سره ځنډیدله چې اوس یې اعلان کړه.
تر دې وروسته د اسرایلو استازي «دنی دانون» له امریکا څخه په مننې سره وویل چې قدس له ۳ زرو کالونو راپه دیخوا د یهودیانو وه او د امنیت شورا ټول تورونه بیځایه دي.
د فلسطین استازي «ریاض منصور» قدس د سرې لیکې په نوم یاد کړ او په وینا یې چې په قدس کې د اسرایلو پلازمینه نه شي زغملی او په خبره یې، دا دټولو مسلمانانو مسؤلیت دی چې باید خپله پخوانۍ قبله د یهودي رژیم له منګولو خلاصه کړي.
دګڼو نورو هیوادونو استازو هم خبرې وکړې او د امریکا په پریکړه سختې نیوکې وکړې
، په پای کې د فرانسې، آلمان، سویډن انګلستان او ایتالیا په ګډون د اروپایي هیوادونو استازو په یوه اعلامیه کې وویل، ترڅو چې یهودیان او فلسطینان په ګډجوړښت نه وي سره سلا شوي تر هغو قدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه نه مني.


