په بریتانیا کې هم د امریکایي ولسمشر د پریکړې پرضد لاریونونه روان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لیندۍ ۱۸ فرید افغان)

له تیرې ورځې راپدیخوا د نړۍ په مختلفو سیمو کې د امریکا د هغې پریکړې پرضد چې بیت المقدس یې رسما د اسرایلو د پلازمینې په توګه ومانه او هلته یې د خپل سفارت د انتقال اعلان وکړ، پراخ لاریونونه روان دي.

د لاریونونو دا لړۍ په اروپا کې د امریکا لوی متحد هیواد بریتانیا ته هم ورسیده.
د اناضول خبري اژانس د راپور تر مخه، زرګونه کسانو د لندن په ښار کې د امریکا د سفارت مخې ته راټول شوي و او د امریکا او اسرایلو پرضد یې شعارونه ورکول.

لاریونوالو له ځانونو سره شعاریز بینرونه لیږدول چې پکې د ‹‹قدس د فلسطین پلازمینه ده، آزاد فلسطین غواړو ›› کښل شوي و.
د یادونې وړ ده چې بریتانیا ویلي چې د امریکا دا اقدام د منلو نه دی او دوی به هیڅکله د قدس په مسئله کې د امریکا او اسرایلو لار تعقیب نه کړي.
په ترکیه کې هم زرګونو کسانو لوی لاریون رابللی و او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د افغانستان په یو شمیر ولایاتو کې هم د امریکا د دې پریکړې پرضد پراخ لاریونونه وشول .
همداراز د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په میلونونو خلکو د سترو مظاهرو په ترڅ کې د امریکا دا اقدام په سختو ټکو وغانده

په عین حال کې د نیویارک ټایمز مجلې راپور ورکړی چې  ټرمپ د‹‹شېلډن جي اېډېلسن››  په نامه یهودي ملیاردر  او د خپل یهودي زوم جراد کوشنر تر سختو فشارونو لاندې دا طرحه اعلان کړه.

ټایمز لیکلي، یهودي ملیاردر د ټرمپ انتخاباتي کمپاین کې ۲۰ میلیون دالر لګولي و او د هيلاري كلنټن پر ضد په تبلیغاتي مصارفو یې ۲۵ ميليونه ډالره هم وركړي دي.  چې د همغه احسان په بدله کې ټرمپ خپله وعده چې ټاکل شوې وه راروان پسرلي ته یې پوره کړي اوس عملي کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button