طالبانو د کندز د چارواکو ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۱۸) د کندز امنيتي مسئولين وايي، د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې يې د پامير ۱۴ عملياتو پر مهال ۳۱ طالبان وژلي او ځينې سيمې يې هم نيولي دي، خو طالبانو د چارواکو ادعا رد کړې ده.

د پامير ۲۰ فرقې وياند غلام حضرت کريمي پژواک ته ويلي، د پامير ۱۴ عملياتو پر مهال د امام صاحب ولسوالۍ کې د دوو قومندانانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په دې عملياتو کې يې له طالبانو څو سيمې او يوه اندازه وسلې هم نيولي دي.

د طالبان ويندوی ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه په امام صاحب ولسوالۍ کې د ګڼو طالبانو او بهرنيو اطباعو د وژل کېدو اوازې رد کړي وايي:  (موږ د دښمن دغه ادعا په کلکه ردوو) او يواځې درې طالبان وژل شوي دي.

د مجاهد په وینا، په تېرو دوو ورځو کې لس کمانډو عسکر وژل شوي، ګڼ شمير نور ټپيان دي، په خبره يې چې عملياتي قوې هيڅ پرمختګ نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button