د ملی اردو عسکرو! اوس نو د خپلې مسلمانۍ ثبوت وړاندې کړئ

ډاکټر آصف
کله به چې چا د ملي اردو ځوانانو، ملي پولیسو، او ملي امنیت سرتیرو او داسې نورو لکه چټک غبرګون، نظم عامه، اربکیانو، کماندو او داسې نورو نظامیانو نه پوښتنه وکړه چې تاسې خو د امریکایانو په معاش، قومانده او لارښوونه وظیفه اجرا کوئ او دا خو سخته ګناه ده او غټ جرم دی آن چې سړی کفر ته باسي، نو د دوی دلیل دا و چې څه وکړو کاروبار نشته، مجبور یو، خو په خپله مسلمانۍ مو ټینګ ولاړ یو، لمونځ کوو، روژه نیسو او داسې نور، یعنې چور کافر نه یو.
د ملي اردو عسکرو!
اوس خو به درته د لمر په څیر روښانه شوي وي چې امریکایان زمونږ د دین دوستان دي او که دښمنان؟، تاسې ولیدل د امریکا ولسمشر ټرمپ زمونږ او ستاسې لومړۍ قبله او زمونږ او ستاسی دریم ستر مسجد، او د رسول الله ص د معراج سیمه د اسرائیلو او یهودو پلازمینه اعلان کړه.
حال دا چې دا سمیه نه د ټرمپ ده نه د امریکا ده او نه د ټرمپ د نیکه میراث دی، د دنیا د هاغه بل کنج نه راغی او د مسلمانانو سپیڅلې سیمه او سپیڅلي مقدس مسجد او لومړۍ قبله یې هغه چاته ورکړه چې د هغوی نه ده.
د ملي اردو عسکرو!
اوس خو به مو مغزو کار کړی وي، چې ټرمپ ستاسې د دین دوست دی او که دښمن؟ که دوست وي نو که نن یې ستاسې لومړۍ قبله یهودو ته په لاس ورکړه ایا د دې ویره نه احساسوي چې په راتلونکې کې به د دوهمې قبلې (کعبې شریفې) مسجد الحرام هم یهودو ته په لاس ورکړي؟
د ملي اردو عسکرو!
همدا مو ښه فرصت دی، آیا غواړئ چې کړي ګناهونه مو خدای وبخښي او د جهنم پر ځای جنت وګټئ، او خپل توریدونکی تاریخ مو سپین کړئ، او د خطرناک مرګ پر ځای درته خلک غازیان او شهیدان ووایي او په آخرت کې د غازیانو په صفونو کې راپورته شئ.
هم الله او هم رسول الله ته مو سترګې پورته وي؟
لطفا مو د خپلو ټوپکو او توپونو شپیلۍ د امریکایی عسکرو پر خوا ورواړوئ او د اقصی مسجد غچ ورڅخه په خپل کور کې واخلئ.
خلک آرمان کوي چې که بیت المقدس ته د تلو امکان وای نو هلته به یې غزا کړې وای او یهود به یې وژلي وای.
د ملي اردو عسکرو!
تاسې ته الله دا زمینه په خپل هیواد کې برابره کړې ده، تاسې کولای شئ د هغوی لخوا د درکړل شویو ټانکونو او ثقیقه او خفیفه وسلو نه په ګټه اخیستو سره هغوی ته تاریخی درس ورکړئ. میندې یې بورې او میرمنې یې کونډې کړئ.
د ملي اردو عسکرو!
ټرمپ ته وښیئ چې د ملي اردو عسکر رښتیا هم مسلمانان دي، او په خپل دین لا هم ننګ کوي، او بالآخره د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان ټولو خلکو ته د خپلې مسلمانئ ثبوت وړاندې کړئ.



