حکمتيار: افغانستان کې داعش وسله وال له ايران سره تړلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۲۰) تېره ورځ په خوست ولايت کې د حزب اسلامي د ګوند مشر ګل بدين حکمتيار غونډې ته څېرمه  چاودنه وشوه.

د خوست د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالحنان ځدراڼ وويل، چاودنه د څرمنو په يو دکان کې د چاودېدونکو توکو له کبله وشوه، خو چاته پکې زیان وانوښت.

نن د حزب اسلامي مشر حکمتيار په يوې خبري غونډه کې ادعا وکړه، دغه چاودنه د ايران ساخت ماین له کبله رامنځته شوې ده په خبره يې چې دښمن غوښتل د غونډې پر مهال ګډوډي رامنځته کړي.

زياتوي، ښايي امنيتي ځواکونو يې د بم ټوټې موندلې وي ځکه نو ده ته ويل شوي په چاودنه کې د ايراني ساخت بم کارول شوی دی.

دغه راز حکمتيار وايي، په افغانستان کې داعش وسله واله ډله له ايران سره تړاو لري، ځکه په خبره يې چې له عراق او سوريې څخه دغه وسله وال يواځې د ايران له لارې راتلای شي.

هغه زياته کړه، که داعش وسله وال له عراق او سوريې راځي، نو لاره يې پر ايران ده او ايران غواړي په افغانستان کې د داعش ډلې په شتون سره خپلې ګټې خوندې کړي.

هغه وويل، دا چې په عراق کې د داعش ډله د ختمېدو په حال کې ده خو ايران غواړي په افغانستان کې د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره له دغې ډلې سره دلته مبارزه پيل کړي.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه ورکول کېږي، داعش په عراق او سوريه کې د ختمېدو په حال کې دی، غواړي په افغانستان کې خپل مرکزونه پرانيزي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button