د ولسي جرګې د غړي له لوري د دوستم د ځانګړي استازي د وژل کېدو هڅه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۰) د ولسمشر غني د لومړي مرستيال جنرال دوستم ځانګړی استازی نظام الدين قيصاري وايي، د ولسي جرګې د يوه غړي او د جوزجان پخواني امنيه قومندان يې د وژلو هڅه کړې ده.
نوموړي پژواک ته ويلي، د ولسي جرګې غړي فتح الله قيصاري او د جوزجان پخواني امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني د ده د کورنۍ غړي ته يونيم ميليون افغانۍ ورکړي، څو د هغه د خوب د تخت لاندې چاودېدونکي توکي ځآی پرځای او بيا چاودنه ورکړي.
هغه وايي، د چاودېدونکو توکو اېښودونکی غلام رسول چې د ده د خورځې خاوند دی، لس ورځې مخکې کابل کې له ترکستاني او فتح الله قيصاري سره ليدلي او هغوی ورته د نوموړي د وژل کېدو پلان او يونيم ميليون افغانۍ ورکړي دي.
د نظام قيصاري په خبره، نوموړي لس کيلو چاودېدونکي توکي د ده تر تخت لاندې ځآی پرځآی کړي و، غوښتل يې چې د ريموټ کنترول په واسطه چاودنه ورکړي، زياتوي د ځايي امنیتي ادارو له لوري غلام رسول نیول شوی او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
نیول شوي کس منلې چې فتح الله قيصاري او رحمت الله ترکستاني ورته يونيم ميليون افغانۍ ورکړي او د نظام الدين قيصاري له وژل کېدو وروسته به يونيم ميليون نورې هم ورکړي.
په عين حال کې د فارياب ولايتي شورا مشر طاهر رحماني هم د دغې موضوع پخلی کړی وایی، د ټاکنو د نږدې کېدو له امله ځينې کسان غواړي چې په سيمه کې مخور کسان له منځه يوسي.
خو رحمت الله ترکستاني او فتح الله قيصاري د دوستم د ځانګړي استازي او د ولايتي شورا د مشر څرګندونې رد کړي او نظام الدين قيصاري يې يو جنايت کار بللی دی.
دوی وايي، دا يوه پلان شوې دسيسه ده او غوښتنه يې وکړه چې ماين اېښودونکی کس دې ملي امنیت ته وسپارل شي، څېړنه دې وشي، که مجرمين ثابت شول، تیار دي چې ځان قانون ته وسپاري.
د فارياب امنيه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد نعيم اندرابي وايي، نيول شوی کس د ملي امنيت رياست ته سپارل شوی او څېړنې ترې پيل شوي دي.
دا لومړی ځل دی چې چارواکي پر يوبل د چاودېدونکو توکو د اېښودل کېدو تور پورې کوي.
تر دې مخکې په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د لاريونو او غونډو پر مهال چاودنې شوي چې پوځي شنونکي يې د سياسي ګوندونو د خپلمنځي رقابتونو لامل بولي.



