پوتین له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۰ فرید افغان)
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سوریې ته په یوه سفر کې څرګنده کړه چې نه غواړي ځواکونه یې نور په سوریه کې وجنګیږي ځکه په وینا یې چې په دې هیواد کې یې مخالفین ځپلي او نور د دوی شتون ته اړتیا نشته.
نوموړي د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره د ‹‹حمیم›› په نامه د روسي پوځیانو په یوه پوځي اډه کې دا خبرې وکړې.
پوتین زیاته کړه ‹‹ د روسیې د دفاع وزیر او په سوریه کې د ټولو میشتو روسي ځواکونو مشر ته امر کوم چې له سوریې څخه د عسکرو د وتلو لړۍ پیل کړي ››
پوتین په سوریه کې خپل ماموریت بریالی بللی او په وینا یې چې په سوریه کې یې ګڼې لاسته راوړنې درلودې او د مخالفینو پر وړاندې یې ځپونکي بریدونه ترسره کړي دي.
پوتین د داعش ډلې په ماتولو سره د سوریې ولسمشر ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې د داعش ډله یې په ټولیز ډول له منځه وړې ده.
پر همدې مهال د روسیې د دفاعي کمیسیون مشر ویکتور اوزروف په مسکو کې یوې غونډې ته ویلي چې په لنډ وخت کې به له سوریې نه خپل ځواکونه را وباسي خو زیاتوي چې دا بهیر ښایي څو اونۍ وخت ونیسي.
د یادونې وړ ده چې روسیې د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر په میاشت کې د بشار الاسد په غوښتنه سوریه ته خپل ځواکونه او جنګي الوتکې ولیږدولې چې دا ماموریت به اوس رسماً پای ته ورسیږي.
پوتین له سوریې څخه مصر ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې له هغه ځایه به ترکیې ته هم لاړ شي



