
(کابل ټکی کام۱۳۹۶ لیندۍ ۲۰ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې د ګډحکومت مشر پکتیا ته سفر وکړ او د هغه ولایت له خلکو سره یې د مچلغو د بند د رغولو په ګډون یو شمیر ژمنې ور کړې، تازه خبرونه وایي چې د ګډحکومت ادارې د دې بند جوړولو ته تابیا نیولې ده.
اجرایه رئیس دا کتر عبدالله نن ورځ رسنیو ته ویلي چې ډیر ژر به د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ اړوند د مچلغو د بند د جوړولو چارې پیل شي.
اجرایه رئیس ویلي چې د بند د رغولو پروژې ته یې ۲۳ میلیونه دالر ځانګړي کړي دي او په څوکلونو کې به بشپړه شي .
د یادونې وړ ده چې پکتیاوالو ته له تیرو څو کلونو راپه دې خوا د دې بند د جوړولو وعدې ورکول کیږي او د ګډحکومت ادارې هم د تیر حکومت په څیر د پکتیامیشتو ولسونو د رایو د خپلولو په خاطر د یوه پروپوزل په توګه ترې کار واخیست.
اجرایه رئیس ویلي، چې د دې بند لومړني کارونه پیل شوي او را روانه اونۍ به یې د آزااد رقابت له لارې له یوه شرکت سره د رغولو قرارداد وشي.
د اوبو او بریښنا وزارت د معلوماتو تر مخه د مچلغو بند په جوړولو سره به ۸۰۰ میګاواټه بریښنا تولید او ۲۳۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبه شي.



