کندهار: طالبانو د غلا په نیت راوتلي ۱۴ سنګوريان وژلي

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼې کې ویلي چې نن د ماسپیښین په ۱ بجه یې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د ريګي په سیمه کې په سنګوريانو مرګونی برید کړی دی.
د نوموړي په خبره؛ یادې سنګوري ملیشه په سیمه د غلا په نیت راوتلي و چې دوی ورباندې برید ترسره کړی دی.
د معلوماتو ترمخه په برید کې ۱۴سنګوريان وژل شوي او د هغوی ګڼې وسلې د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
طالبانو ادعا کړې چې د اربکیانو پر وژلو سربیره یې د هغوی دوه موټر او ۱۴ میله سپکه اودرنه وسله هم لاسته ورغلې ده.
د کندهار سیمیزو چارواکو او مرکزي حکومت تر دې دمه په دې اړوند څه نه دي ویلي.
سنګوري اربکیان په لمړي ځل په هلمند کې د جبار قهرمان له خوا رامنځته شول چې بیا وروسته پکتیا، کندهار، اروزګان او یوشمیر نورو ولایاتو ته یې هم تشکیلات وغځیدل.
د دې ډلې د مشرۍ نسبت تر ډیره د طالبانو څخه د جلا شوې ډلې مشر ملا منان نیازي ته کیږي.
د دې ډلې افراد د طالب وسلوالو جامې کوي او د هغوی په ډول فعالیت کوي.



