سعودي د بغداد په برخلیک اخته کیدونکی ده

لیکنه عزام حقاني
دعربو له بیابان څخه داسلام چینه وخوټیدله ، دجهالت په تیارو کې سرګردانه انسانیت چې دیو لوی انقلاب دروښانه لمر په انتظار وو، هغه لمر چه د پاران له غونډیو راپورته شو ، او رڼا یې ټولي نړۍ ته خپره شوه.
دا یو روښانه انقلاب ؤ چه الله جل جلاله دعربو په وچه او ریګمنه دښته کې راپورته کړ، هغه عرب چه متمدني نړۍ د بدویانو اوصحرایانو په نوم پیژندل خو الله جل جلاله دخپل ستر انعام په توسط دظلم اوجهالت په تیارو کې راګیري دنیا لپاره نجات بښونکي جوړ کړل ،
ددي نوې قافلې سالار محمد صلی الله علیه وسلم دانسانیت لپاره داسي اصول او قوانین ایجاد کړل چه په اساس یې دغلامۍ اوجهالت په زنځیرونو تړلې، ټپي شوي انسانیت ته د آزادۍ، ورورولۍ او برابرۍ درس ورکاوه، درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند مبارک کې عربي جزیره داسلام په زرینو وړانګو روښانه شوه، نور نو الله جل جلاله غوښتل چه خپل استازی له دي فاني دنیا څخه وروبولي نوهمغه چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دآجل داعیې ته لبیک ووایه، خو تر شا یی داسي کسان پریښودل چه هریو یې داخلاقو اوچته نمونه وه، هغو په اللهي اونبوي ارشاداتو باندي دنړۍ څخه دفساد دونې جرړی غوڅي کړې، او دانسانیت په بڼ کې یې په خپلو وینو دسولي او امن وني خړوبي کړې، داسلام دغازیانو دبري جنډې یو لوری ته دالبرز دغرونوپه واورینو څوکو اوبل لوري ته دافریقا په شګلنه دښته کې رپیدې، ددوی اسونه په یو وخت کې په ختیځ کې دهندوستان اوپه لویدیځ کې دهسپانیې یااندلس په سیندونو اوبه څیښلې.
خوآه! شپږسوه کاله وروسته یوبل انقلاب راغی ، یو تیاره انقلاب
هغه انقلاب چه اسلامي نړۍ یې دومره زیامنه کړه چه ساری یې بیانه ده لیدل شوی، دا انقلاب دګوبي له دښتي دیو شپانه په وجود کې راویښ شو،دهغه شپانه نوم تموچن ؤ چه دچنګیزخان په نوم مشهورشو ، اوټولي نړۍ ته یې دتیارومزي ورسیدل، داهغه قوم ؤ چه تقدیر داسلامی نړۍ عبرتناکه ماته د دوی په لاسو کښلې وه، دهغه اسلامي نړۍ بربادي اوتباهي چه دغفلت په خوب ویده وه چه داللهي احکامو دعمل پرځای یې دخپلو غوښتنو اوهیلوپه خاطر تاویلونه پکي کول له هغوی سره دنیمي دنیافتحه کوونکو پلرونو توري اوس هم وي، خودهغو پلارونه ایمان، غیرت او اخلاق ورسره نه ؤ. دعباسي خلیفه ګانو د امن ژوند له بغداد څخه دشاعر خوب جوړکړی وه ، دخلافت دربار له چاپلوسانو ډک وو، خلیفه به دخدای او رسول دحکم دبیانولو پر ځای هغه څوک دشاهي انعام حقداره بلل چه خلیفه او واکمن ته به یې د ذمه واریو نه ترسره کولو تأویلونه کول، .دحکومت په نظر هغه مفتیان دقدر وړ وو چه دګناه کار پرخلاف یې دپریکړي څخه وړاندي دهغه دنسب اوټبر او دخلافت له مقام سره د اړیکو پوښتنه ضروري بلله، دقتل سزا قتل وه، خو خلیفه له دي سزا څخه جلا ؤ.
خلیفه له مذهبي زده کړوڅخه پردی اولري وو سیاسي امور به خلیفه په خپل لاس کې واخستل، دسیاست او مذهب ترمنځ دغه داسلام لپاره لویه فتنه وه، دشیخ الاسلام قلم دخلیفه دتوري تابع شوی ؤ.
نو نن ورځ مسلمانان بالخصوص سعودیان له عیني برخلیک سره مخ دي لکه څنګه چه اته پیړۍ مخکې دبغداد ولس پکي ښکیل وو، نن چه هم دسعودي آمیرانو دامریکاپه اشاره په کومو کارونو لاس پوري کړی، هماغه دعباسي خلیفه ګانو په پله باندي یې پل ایښي چه هغو به دچنګیزي سفیر مهلب بن داود په اشاره کول، نن هم دسعودي مشرانو هغه علماء دزندان توروتیاروته اچولي کوم چه ددوی په کارونه یې نیوکې کولې اوله امریکاسره دوستي یې دهلاکت شروع ګڼله او هغه بې علمه چاپلوسه په نوم علماء یې په خپل شاوخوا راټول کړي چه ددوی دمرضي مطابق فتوی ګاني ورکوي ، هغه وخت کې هم درباري چاپلوس اوپه نوم علماؤ دخوارزم شاه په خلاف دمغلو په ملاتړ فتوی ورکړې وه، نن هم ځیني په نوم او ایمان په ډالرو بدلوونکي علماء امریکا دامن اوسولي په سمبول نومي او په مقابل کې یې جهاد او مبارزه په دهشت ګردۍ او تروریستیتوب نوموي ، نو که سعودي همداسي نا اشنا اوله ورایه هلاکوونکي فرمانونه صادرول لري نه ده چه دبغداد په برخلیک اخته شي.
الله جل جلاله دي داسي ورځ هر ګیز پر مسلمانانو نه راولي .
وماذالک علی الله بعزیز



