طالبانو په فاریاب کې مېشتو ځواکونو ته ګواښ کړی

طالبانو په فاریاب ولایت کې میشتو افغان ځواکونو ته په یوه پیغام کې ګواښ کړی چې که د دوی په مراکزو او سنګرونو یې حملې وکړې له سخت قوي غبرګون سره به مخ شي .
طالبا ن وایي چې د دوی معلومات ښیي چې دې ولایت ته د د طالبانو پرضد د افغان عسکرو د عملیاتو د رهبري په خاطر ۷۰ تنه بهرني ځواکونه رسیدلي دي او تر ۲۰ ورځو پورې یې په یاد ولایت کې د عملیاتو مشري په غاړه اخیستې ده.
طالبانو په یاده اعلامیه کې څرګنده کړې چې دې ځواکونو تر اوسه دوه ځله د افغان عسکرو په ملتیا د طالبانو پر مراکزو بریدونه ترسره کړي چې دواړه وارې له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
د طالبانو اعلامیه وایي د ګډوځواکونو د پلان شویو عملیاتو پرضد لویو بریدونو ته چمتوالی لري او زیاتوي چې دوی به د تیر په څیر بهرنیو ‹‹اشغالګرو›› او د هغوی داخلي ‹‹روزل شویو›› عسکرو ته په یوه سترګه وګوري
د اعلامیې ترمخه، بهرنیان او داخلي چارواکي غواړي د شپینیو چاپو په مټ ولسي افغان وځوروي او د هغوی شتمني لوټ کړي
وسلوالو طالبانو په دې اعلامیه کې ولسي خلکو ته لارښونه کړې چې بهرنیان د طالب ضده جګړې لپاره نه، بلکه د اسلام ضده جګړې په تکل راغلي او غواړي په دې توګه د سیمې علما، قومي مخور او عام ولسي افغانان له منځه یوسي.
دوی د فاریاب له ولسونو غوښتي چې د بهرنیانو پرضد د طالبانو ملاتړ وکړي او د بهرنیانو او د هغوی د داخلي پالل شویو عساکرو له شومو موخو ځان باخبره وساتي.
د فاریاب ولایا سیمیز طالبان داسې مهال ځایي حکومتي ادارو ته داسې مهال دا ګواښ کوي چې د دفاع وزارت ویاند ویلي چې په شمال کې یې لوی عملیات ترتیب کړي چې د افغانستان د پنځه ګونو قواو سربیره به پکې د غوڅ ملاتړ ځواکونه هم د رهبري رول ولري.



