د نیویارک بریدګر: غوښتل مې د فلسطینیانو انتقام واخلم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فرید افغان)
څو ګړۍ وړاندې یوه ځوان برید ګر د نیویارک د بسونو په تمځای کې په خلکو برید وکړ او څلور تنه یې ټپیان کړل.
پولیس وایي بریدګر له ځان پورې څه اندازه چاودیدونکي توکي تړلي و چې په چاودیدلو یې په خپله بریدګر او څلور تنه نور چې د نوموړي سره نږدې و، سخت ټپیان شوي دي .
پولیس وایي تر برید مخکې دوی ته په سیمه کې د احتمالي برید خبر رسیدلی و او په وینا یې چې د نیوریارک په ټولو د ګڼې ګوڼې ځایونو کې یې خپل پوښښ زیات کړی و.
د پولیسو په خبره، دبرید په سیمه کې یې یواځنی پاتې سړی چې ۲۷ کلن ځوان و نیولی دی.
نیول شوی تن عقایدالله نومیږي او په سخت ټپي حالت کې نیول شوی.
نوموړي پولیسو ته د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې برید یې د هغو ۴ فلسطیني وګړو په غچ کې کړی چې په تیرو څو %



