موګیریني: بیا هم وایو چې قدس به د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه ونه منو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فرید افغان)
د اروپایي ټولنې مشرې فدریکا موګیرني په یوه خبري کنفرانس کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې هیڅکله به بیت المقدس د اسرایلو په توګه ونه مني.
نوموړې وویل، زه پوهیږم چې اسرایلي صدراعظم څو ځله ویلي چې له نورو هیوادونو هم هیله لري چې د امریکا په قدم پل کیږدي او خپل سفارتونه قدس ته ولیږدوي .
نتنیاهو ویلي و، چې ښایي راتلونکو ورځو کې د اروپایي اتحادې ځینې هیوادونه هم قدس ته د خپلو سفارتونو د لیږد اعلان وکړي.
د موګیریني په خبره، نتنیاهو دې له نورو هیوادونو ورته هیلې وکړي او د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه به هیڅکله بیت المقدس د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت ونه پیژني.
پر همدې مهال اسرایلي پوځ ادعا کړې چې په غزه کې یې دننه د حماس ډلې یوه نظامي سیمه بمبار کړې .
اسرایلي پوځ ویلي چې بمباري یې د یوه راکټ په مقابل کې کړې چې د فلسطین له خاورې توغول شوی او د اسرایلو په صحرا کې لګیدلی .
فلسطینیانو د وروستۍ بمبارۍ په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.
په تیرو څو ورځو کې یو شمیر فلسطینیان شهیدان، سلګونه ټپیان شوي او لسګونه نور د یهودي پوځ له خوا زندانونو ته وړل شوي دي.



