فرشته امینی: د ولسي جرګې منشي له یوه وزیر سره معامله کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فرید افغان)

تیره ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د نیمروز ولایت استازې فرشتې امیني تور ولګاو چې داسې اسناد لري چې د ولسي جرګې وکیل عبدالقادر ځاځي له یوه وزیر سره د رایي په خپلولو کې معامله کړې.
امیني وویل، چې ځاځي یوه وکیل ته د لسګونو وکیلانو نومونه ورکړي چې نوموړي ته به د اعتماد رایه ورکوي .

د امیني په خبره، ‹‹ځاځي د ۶۲ وکیلانو په نوملړ کې زما نوم هم ورکړی او په بدل کې یې له وزیر څخه غوښتي چې د نوموړي دوه تنه په وزارت کې په لوړ پوست وګماري››
پر همدې مهال قادر ځاځي د نوموړې وکیلې دا تورونه رد کړل او هغه یې بې اساسه وبلل.
ځاځي وویل ‹‹ دا وکیله باید دهغه وزیر نوم یاد کړي او بل داچې وزیر د پارلمان تالار ته د وضاحت لپاره راوغوښتل شي او که تورونه راباندې ثابت شو له پارلمان څخه هم استعفا کولو ته تیار یم او کنه نو له وکیلې سره دې د پارلمان د داخلي اصولو د ۷۳ مادې مطابق چلند وشي››.
د ولسي جرګې رئیس د نوموړې وکیلې تور له اخلاقي پلوه ښه ونه باله خو د څیړولو امر یې وکړ.
دا لمړی ځل نه دی چې د ولسي جرګې ځینې وکیلان پر نورو وکیلانو داسې تورونه لګوي، بلکه تر وړاندې هم د ولسي جرګې پر رئیس او د هغه پر مرستیال د لوی فساد تورونه لګول شوي و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button