نیکولسن: په ننګرهار کې یو امریکایي عسکر وژل سوی ۳ ټپیان دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۱ فرید افغان)
په افغانستان کې امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ننګرهار ولایت کې یې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې .
نوموړي د پیښې له څرنګوالي او د قیق ځای څخه پرته ویلي چې په دې ولایت کې یې یو عسکر وژل شوی او ۳ نور ټپیان دي.
نیکولسن د وژل شوي امریکایي عسکر کورنۍ ته تسلیت ویلی او دا یې یوه لویه ضایعه بللې ده.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې پیښې مسؤلیت نه دی منلی.
هغه شمیرې چې امریکایي ځواکونه یې مني، په روان کال کې ټول ټال ۱۴ امریکایي عسکر وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې امریکایي ځواکونه اوس د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام تر هغه نه اعلانوي ترڅو یې چې خپلې کورنۍ ته خبر نه وي ورکړی.
د امریکايي ځواکونو په نوې ستراتیژي کې دې ځواکونو ته په اوښتو تلفاتو کې تر ډیره لږه سلنه ښوودل کیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button