د ولسي جرګې غړي: حکومت په پارلمان خيالي پروژې تاييد کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۱) د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، حکومت پارلمان ته د بوديجې لپاره خيالي طرحې لېږلي او له دې مخکې يې هم پرې خيالي پروژې منظورې کړي دي.

د جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي، تېر کال چې کومه بوديجه د پارلمان له خوا تاييد شوې وه پکې ۹۷ ميليارده افغانۍ خيالي پروژې هم تاييد شوي، په وينا يې دغه پروژې د کاغد پر مخ منظورې شوي خو په عمل کې هيڅ کار نه دی شوی.

د هغه په خبره تېر کال ملي بوديجه ۴۵۸ ميليارده افغانۍ وه، خو سږ کال ۳۶۱ ميليارده افغانۍ شوې چې تر ۹۷ ميليارده افغانۍ پکې خيالي پروژې منظوري شوي دي.

نوموړی وايي، د تېر کال بوديجه هغومره نه وه لکه څومره چې ولسي جرګې تاييد کړه، په خبره يې چې حکومت وکيلان تېر ايستل ځکه چې د دغو پروژو د تطبق لپاره ورسره پيسې نه وي خو په پارلمان يې تاييد کړه.

زياتوي، د سږني کال د بوديجې طرحه هم نيمګړې ده او حکومت غواړي چې يو ځل بيا وکيلان غلط کړي.

د هغه په وینا، د سږني کال بوديجه کې ۲۴ سلنه پراختيايي، ۱۳ سلنه د پوهنې برخه کې، ۹ سلنه کرنې- مالدارۍ ته ځانګړې شوی، ۴ سلنه د روغتيايي خدمتونو لپاره او نږدې نيمايي د امنيتي سکتور لپاره ځانګړې شوې،  داسې ښکاري چې حکومت د پراختيا لپاره هيڅ طرحه او پروژه نه لري، ځکه نو دغه بوديجه غير معياري او نيمګړې ده.

په عین حال کې د جرګې يو بل غړی اصغر ستانکزی بيا وايي، سږ کال حکومت په دې موخه ټولې پروژې سره ګډې کړي، چې پروژې پلي نه شي او وکيلانو ته دا معلومات ونه شي چې په ولايتونو کې پروژې عملي شوي که نه.

د راروان ۱۳۹۷ مالي کال بوديجه د مشرانو جرګې او وزيرانو شورا له خوا تاييد شوې خو د ولسي جرګې له خوا يې لا هم تاييد پاتې دی.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه پروژې خيالي ترسره شوي او پيسې يې شخصي جيبونو ته تللي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button