اوغلو : سبا په ترکیه کې د قدس په اړه جوړیدونکي کنفرانس کې د سعودي ګډون شکمن دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۱ فریدافغان)

.د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې سبا به په ترکیه کې د اسلامي هیوادونو فوق العاده کنفرانس جوړ کړي ترڅو ټول اسلامي هیوادونه د قدس پر مسئله روښانه پیغام صادر کړي.

اوغلو د ‹‹ ان ټي وي›› خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، چې دا غونډه به د اردوغان د هغې ژمنې پر اساس جوړیږي چې ویلي یې و ‹‹که امریکا قدس ته دخپل سفارت لیږد اعلان کړ، دوی به د اسلامي هیوادونو لوی کنفرانس راوغواړي او په دې اړه به وروستۍ پریکړه وکړي››

اوغلو زیاته کړه، ‹‹سبا به سپینه پریکړه وکړو، که څه هم په دې موضوع غبرګونونه روان دي خو بیا هم ځینو عربو هیوادونو چندان غبرګون نه دی ښودلی››
مولود چاووش‌ زیاته کړه په غونډه کې یې د امریکا له دوو متحدینو ‹‹امارات او سعودي›› څخه هم د ګډون غوښتنه کړې د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د ورتګ ژمنه کړې خو د سعودي د نماینده ګډون معلوم نه ده ځکه بلنې ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.
نوموړي زیاته کړه، یو شمیر اسلامي هیوادونه د قدس له مسئلې وروسته سخت ویریدلي دي ‹‹اسرایلي چارواکو رانه وپوښتل چې د قدس تر مسئلې وروسته هم پر یهودي رژیم اعتراض کوې؟ ورته ومې ویل هو! که د فلسطین خاوره همداسې اشغال وه، پر هغوی هوایي او ځمکني حملې کیدلې او د هغوی شتمنۍ غصب کیدلې سختې نیوکې به وکړو››

د ده په خبره؛ د ټرمپ پریکړه اسرائیلو ته هیڅ ګټه نه کوي بلکه په سیمه کې ګډوډي ته لمن وهي یهودي حکومت اشغالګر دی او اشغال ته باید اشغال وویل شي.
نوموړي په اروپایي اتحادیې هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې دوی په دې اتحادیه کې ګډون ته هیڅ لیوالتیا نه لري.
ځکه دې اتحادیې خپله ټول اعتبار له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه داعش ډله په ټولیزه توګه نه ماته شوې موږ هڅه کوو د هغوی په هکله هم پریکړه وکړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button